نن جمعه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان لپاره مهمه ورځ ده

 

دآزادی راډیو

نن جمعه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان لپاره مهمه ورځ ده. د ناټو د ۲۹ غړیو هېوادونو دفاع وزیران او د هغو هېوادونو دفاع وزیران چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري، د افغانستان په اړه بحث کوي.

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم په دې غونډه کې برخه اخلي.

روان امنیتي وضعیت، افغانستان ته د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د نورو ځواکونو استول او تر ۲۰۲۰میلادي میلادي کال وروسته له افغان ځواکونو سره مرسته د غونډې د بحث اساسي ټکي دي.

د اوس لپاره د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې نېژدې ۱۶ زره بهرني سرتېري شته.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي چې د افغان ځواکونو د پياوړي کولو یو هدف دا دی چې طالبان پوه شي چې دوی د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای او په دې ډول دوی اړ شي چې سوله وکړي.
سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ د ناټو د دوه ورځنۍ غونډې د پیل په خبرې کنفرانس کې ازادي راډیو ته وویل:

“په افغانستان کې زموږ حضور له افغانانو سره مرسته کوي چې خپل هېواد باثباته کړي، له نړیوال ترورېزم سره وجنګېږي او د یوه سوله ییز حل لپاره شرایط رامنځته کړي.”

سټولټنبرګ همدا راز طالبانو ته د ولسمشر اشرف غني د مؤقت اوربند په اړه وویل چې دا د سولې لپاره د افغان ولسمشر پر قاطعیت دلالت کوي.

اشرف غني چې د فبروري په اته ویشتمه طالبانو ته پرته له وار له مخه شرایطو د سولې وړاندیز کړی و، د پنجشنبې په ورځ یې له طالبانو سره د روژې له اووه ویشتمې د کوچني اختر تر پنځمې یو اړخیز اوربند اعلان کړ.

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ

ملګرو ملتونو، په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان، د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو او یو شمېر نورو نړیوالو د دې اوربند ملاتړ کړی دی.

خو هم د افغانستان ولسمشر او هم د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په دې اوربند کې القاعده او داعش نه دي شامل.

تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان به دا اوربند عملي کړي که نه، خو دې ډلې د مې په ۲۱مه په یوې اعلامیه کې د کابل اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې له پوځي او استخباراتي مرکزونو لېرې شي چې دوی به بریدونه وکړي.

هغه وخت د افغانستان دفاع وزارت دا د طالبانو بې ځایه تبلیغات وبلل او ویې ویل چې افغان ځواکونه د کابل د دفاع توان لري.

په بروکسل کې هم د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ د افغان ځواکونو ستاینه وکړه چې پیاوړي شوي دي او ده زیاته کړه چې پنځه اوونۍ وروسته به د ناټو په سرمشریزه کې دا پریکړه وشي چې له افغان ځواکونو سره له دوه زره شلمه تر دوه زره څلورویشتم میلادي کلونو پورې د مرستو پریکړه وشي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.