نن به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژيک مشارکت تړون لاسلیک شي

 

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژيک مشارکت تړون لاسلیک شي.

دا تړون به افغان ولسمشر اشرف غني له خپل ترکمن سیال قربان‌قلي بردي محمدف سره په پلازمېنه عشق‌اباد کې لاسلیک کړي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي:

“په‌دې رسمي سفر کې ټاکل شوې چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک شي او همداراز د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو مخې ته د همکاریو ګڼ سندونه لاسلیک شي چې مهم‌یې د اورګاډي د کرښې په برخه کې د همکاریو سند دی، نفت او ګاز، فرهنګي او ګمرکي همکارۍ دي چې د ولسمشر مخې ته به لاسلیک شي.”

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په ستراتېژيک تړون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کېږي، خو په‌دې برخه کې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.
په اقتصادي ډګر کې تمه ده چې دواړه لوري د ګمرکونو له لارې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د هوا له لارې د خدماتو موافقت‌نامه هم لاسلیک کړي چې په‌دې کې د دواړو ګاونډیو هېوادو ترمنځ الوتنې هم شاملې دي.

افغان حکومت وایي په ۵ ولایتونو کې د ټاپي پروژې د سروې کار بشپړ شوی
افغان لوری به د ګازو او نفت په برخه کې هغه تفاهم‌نامه لاسلیک کړي چې له مخې به‌یې ترکمنستان همکاري کوي او د ټاپي پروژې چارې به ګړندۍ کېږي.

د دغې پروژې پایپ‌لاین له ترکمنستانه تر هند دوه زره کېلو متره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کېلو متره به‌یې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېر شي.

د افغانستان حکومت تېره اوونۍ وویل چې په‌دغو ولایتونو کې یې د ټاپي پروژې د سروې چارې بشپړې کړې دي او عملي کارونه به‌یې ژر پیل شي، خو د افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې ترکمنستان ژمنه کوي چې د تور غُنډۍ د رېل کرښه او هلته د رېل تم‌ځای جوړ کړي، همداراز د اقینې-اندخوی د اورګاډي کرښه ودانه کړي.

په هغو سیمو کې چې دا پروژې پلې کېږي، امنیت یوه جدي ستونزه ده، خو د ټاپي پروژې په برخه کې چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقالوي پخوا طالبانو د همکارۍ ژمنه کړې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.