نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان، پاکستان او هند ډېرې برخې ولړزولې

 

تاند- یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې مرکز یې په افغانستان کې و، د سیمې څو نور هیوادونه هم ولړزول.

د امریکا د جیالوژویکي سروې اداره وايي چې د دې زلزلې، چې مرکز یې د تاجکستان پولې ته نژدې د افغانستان د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې و، شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۱ و.

دا اداره وايي چې د زلزلې د ثقل مرکز تر مځکې ۱۹۱ کیلومتره لاندې و.

د زلزلې ټکانونه په اسلام اباد او نوي ډیلي کې احساس شوي دي.

په افغانستان کې تر دې دمه د دې زلزلې په وجه د مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

پاکستان ویلي چې په بلوچستان ایالت کې د زلزلې په نتیجه کې یو تن مړ شوی او ۹ تنه نور ژوبل دي.

بلوچستان ایالت د زلزلې له مرکزه خورا لېري سیمه ده.

د ۲۰۱۵ م کال د اکتوبر په میاشت کې یوې زلزلې چې شدت یې د یښتر په کچه ۷ اعشاریه ۵ درجې و او مرکز یې د بدخشان په جرم ولسوالي کې و، تر ۳۸۰ ډېر کسان مړه کړل.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.