نجیب دانش: د کابل په شش درک سیمه کې انتحاري حملې۲تنه وژلي ۷ټپيان کړي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د شش درک په سیمه کې انتحاري حملې ۲تنه وژلي او ۷ نور یې ټپيان کړي دي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب ۰۵» رسنیو ته وویل پېښه شااو خوا اته نیمي بجې هغه مهال رامنځته شوه چې یو پلي کس په ځان پورې تړل شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

نوموړي زیاته کړه:

“له بده مرغه نن سهار شااو خوا اته بجي او شل دقیقي د نهمي امنیتي حوزې اړوند د شش درک په سیمه کې انتحاري حمله وشوه، په پېښه کې ۲تنه وژل شوی او ۷نور ټپیان دي، د پېښې قربانیان هم ملکیان او نظامیان دي، تراوسه هدف مشخص نه دی، څېړنو ته په تمه یو چې وروسته به یې له تاسې سره شریک کړو.”

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د پېښې د قربانیانو د دقیقې شمېرې په اړه له عامې روغتیا وزارت نه هم معلومات ترلاسه کړي، خو د یاد وزارت مسؤلینو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

داعش ډلې په خپلې ویب پاڼه اعماق کې د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

د یادونې ده چې پوره دوه میاشتې مخکې هم په همدې سیمه کې چې وروسته یې مسؤلیت داعش ډلې ومانه، یو بلې انتحاري حملې شپږ کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي و.
د پېښې ځای د کابل ښار تر ټولو خوندي سیمه ده چې د ملي د امنیت دفترونو ترڅنګ یوشمېر نورې مهمې ادارې هم په کې موقعیت لري.

په تېرو دوو میاشتو کې کابل د یو لړ انتحاري حملو شاهد و چې تر ټولو خونړۍ یې پر انټرکانټیننټال هوټل ډله‎ ییزه حمله او د جمهوریت روغتون مخې ته موټربم حمله وه چې د چارواکو په وینا سلګونه ملکي وګړو ته ‌يې مرګ ژوبله واړوله.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

له دغه حملو وروسته په کابل کې امنیتي تدابیر سخت شول او د ښار په مهمو سیمو کې پلټنې زیاتې شوې او یو وشمېر سړکونه هم د ترافیکو پرمخ وتړل شول.

ښاریان: کابل ښار په دې وروستیو کې پوځي بڼه خپله کړې

د پېښې څو عیني شاهدان داسې وايي:

“عبدالمطلب یم، کله چې چاودنه وشوه، ومې کتل ګردونه و، نور څه مې ونه لیدل، د پېښې له ځایه د امنیت موټر را ووتل.”

“نوم مي شریف دی ګورۍ دلته هم چیک پونټ دی، هلته هم شته، انتحاري خو له هوا نه راځي، حتمن یو څوک ورسره مرسته کوي.”

“زما نوم بلال دی، دلته چې امنیتي کمېرې هم شته کلک امنیت هم نیول شوی، ولې انتحاري راځي او حمله کوي؟”

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستیو کې اعلان وکړ چې د کابل ښار لپاره یې پر یو امنیتي پلان کار کړی او بشپړ شوی دی، خو دغه پلان تر اوسه له خلکو او رسنیو سره نه دی شریک شوی.

دغه شان دغه وزارت په کابل کې د ښه امنیت په خاطر د ټولو امنیتي حوزو مسوولین هم بدل کړي چې ویل کېږي د ازاد سیالۍ له لارې د امنیتي پوهې او وړتیاوو له مخې ټاکل شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان

پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په شش درک سیمه کې انتحاري حملې یو تن وژلی او ۶تنه یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، یو تن چې په ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو د نهمې امنیتي حوزې اړوند په شش درک سیمه کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

دغه حمله نن شنبې سهار شااخوا ۸بجې رامنځته شوه.

ښاغلي دانش وویل چې د پېښې په قربانیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

تر دا مهاله ددغې حملې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په شش درک سیمه کې انتحاري حمله شوې وه.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.