ناټو په افغانستان کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ
دآزادی راډیو
د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ دفاع وزیر د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د فبروري په ۱۵مه برخه واخیسته.
جېمز متېس د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ته ډاډ ورکړ چې هېواد بهیې له دې پوځي تړون سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.
سټولټنبرګ بیا تر غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې ناټو په تېرو ۱۵ کلونو کې له ترورېزم سره مبارزه کې د افغانستان تر څنګ وه او له دغه هېواد سره په خپلو ژمنو ولاړه ده.
سټولټنبرګ بیا خبري غونډې ته د خبرو پر مهال دې ته اشاره وکړه چې ناټو په افغانستان کې زړه کړی دی.
نوموړی وايي:
“کوم درس چې مو له افغانستانه زده کړی، هغه دا دی چې ژر تر ژره باید افغانان ورزول شي او امنیتي چارې دوی په خپله غاړه واخلي.”
بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي و چې د ناټو غړي هېوادونه به کله هم پرې نهږدي چې افغانستان بیا د ترهګرو په خوندي پناهځای بدل شي.
بروکسل کې د چهارشنبې ورځې خبري غونډه کې د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس وویل چې هېواد یې ناټو ته د یوه مهم شریک په سترګه ګوري، خو له ناټو سره به د همکاریو په برخه کې واړه بدلونونه رامنځته شي.
متېس زیاته کړه:
“ناټو د یوه بدلون په حال کې ده. دغه تړون تل له امنیتي ګواښونو سره مناسب چلند کړی او دا نوې خبره نهده. ښایي یو شمېر واړه بدلونونه رامنځته شي او دا داسې څه دي چې موږ یې کولای شو.”
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر مهال له ناټو او د هغې له غړو شکایت درلود او ویلي یې و چې خپله ونډه سمه نهپر ځای کوي، نو ښایي امریکا له ناټو دفاع ونهکړي.
د ټرمپ دغو خبرو په اروپا کې د ناټو د غړو په منځ کې اندېښنې پیدا کړې.
خو اوس چې جېمز متېس د ټرمپ د دفاع وزیر په توګه د لومړي ځل لپاره د ناټو په غونډه کې برخه واخیسته، ویېویل چې امریکا به له ناټو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
نظرات بسته شده است.