ناټو: په افغانستان کې زموږ ماموريت لومړيتوب دى

 
بروکسل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٧): د ناټو سرمنشي يو ځل بيا د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او په افغانستان کې يې روان ماموريت ورته لومړيتوب لري.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د سلواغې په ٢٥مه د دغه سازمان د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې د دويمې ورځې په ناسته کې وکړې.

ټاکل شوې ده چې نن د ناټو او متحدينو د دفاع وزيرانو د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي، د افغانستان د سولې پروسه او روان امنيتي وضعيت و ارزوي.

د ناټو سرمنشي وايي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملاتړه لاس نه اخلي. له دې وړاندې ناټو ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله به د افغانستان امنیتي ځواکونه له مالي اړخه تمويلوي.

د ناټو عمومي منشي نن بيا هم وویل چې د دوی د غوڅ ملاتړ ماموريت به په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د سولې په تړاو د روانو ټولو هڅو ملاتړ کوي، خو ټينګار يې وکړ چې افغان حکومت بايد د سولې په هر راز خبرو کې شامل وي.

سټولټنبرګ وايي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت به په افغانستان کې د سولې لپاره زمینه برابره کړي.

هغه له افغانستانه د ځواکونو ايستلو په اړه وايي: “تر اوسه په دې تړاو هېڅ پرېکړه نه ‎ده شوې، خو موږ يوې سوله ييزې سياسي حل لارې ته د رسېدو لپاره له هڅو په کلکه ملاتړ کوو. “

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.