ناټو پر ټاکلي وخت د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ

 

 
کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٦): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په خپل وخت سره پر راتلونکو ټاکنو ټينګار وکړ او وايي چې رڼې ټاکنې پر دې پروسې د خلکو باور زياتولی شي.

د ناټو سازمان ملکي استازي کارنيليوس زميرمان دغه څرګندونې په خپل دفتر کې له يو شمېر افغان ژورنالېستانو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

زميرمان وويل، د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي د دې لامل شوه چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه وهڅېږي چې خپله همکاري زياته کړي.

هغه زياته کړه چې ناټو سازمان په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د روزنې ماموريت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته روزنې ورکوي او غواړي خپلې تجربې ورسره شريکې کړې، څو افغان ځواکونه مسلکي او اغېزمن شي.

د ناټو ملکي استازي د کابل په وزير اکبرخان سيمه کې وروستي بريد ته په اشارې سره وويل چې اوس هم په افغانستان کې ګواښونه شته دي.

د زميرمان په وينا، په افغانستان کې به د دوى د روزنې ماموريت کې د سرتېرو شمېر زيات شي، خو دوى به هېڅکله په جګړه کې برخه وانه خلي؛ ځکه چې د دوى جګړه ييز ماموريت پاى ته رسېدلى او اوس يواځې د روزنې ماموريت پر مخ بيايي.

هغه وايي، ناټو يواځې د دفاع لپاره نه ده جوړه شوې، بلکې د ډيموکراسۍ او نورو برخو کې هم فعال رول لوبوي.

د ناټو ملکي استازي زياته کړه: ((موږ په هره برخه کې د افغانستان د ملي يووالي حکومت ملاتړ کوو، هغوى ته هم په کار دي چې خپل مسووليتونه ترسره کړي او د اصلاحاتو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.))

نوموړي فساد ته په اشارې سره وويل، چې په افغانستان کې بايد د معافيت کلتور له منځه ولاړ شي، هر څوک چې فساد کوي، بايد مجازات شي.

زميرمان د افغانستان د عدلي، قضايي ادارو او محکمو له خوا پر فساد ککړو کسانو د محاکمې او مجازاتو هرکلى وکړ، خو په دې برخه کې يې پر نور کار ټينګار وکړ.

دى وايي، فساد حکومتونه له منځه وړلی شي.

د افغانستان له راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو د ملاتړ څرګندولو تر څنګ د ناټو ملکي استازي وويل چې دا ټاکنې بايد رڼې او ټول شموله وي، څو پر ټاکنو د افغانانو باور زيات شي.

هغه په ټاکنيز نظام کې پر اصلاحاتو هم ټينګار وکړ او په خپل وخت سره یې د ټاکنو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

زميرمان د افغانستان په سوله کې د ګاونډيو هېوادونو رول مهم وباله خو زياته يې کړه چې يو شمېر ګاوڼدي هېوادونه په دې برخه کې همکاري نه کوي.

هغه په افغان سوله کې د پاکستان پر رول او همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې پاکستان په دې برخه کې ډېر څه کولى شي.

د ناټو ملکي استازي د سولې پر بين الافغاني تفاهم هم ټينګار وکړ او له حزب اسلامي سره يې د افغان دولت د سولې تړون نيک ګام وګاڼه.

ده زياته کړه: ((له حزب اسلامي سره د سولې تړون د طالبانو لپاره ښه نمونه ده.))

نوموړى وايي، څوک چې د افغانستان اساسي قانوني او د ښځو حقوقو مني، بايد سولې ته را وبلل شي او سوله ورسره وشي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.