ناټو تر ۲۰۲۴ پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه وکړه

 
تاند- د ناټو سرمنشي اندریس ستولتنبرګ د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې اعلان وکړ چې دې تړون پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د خپل حضور موده تر ۲۰۲۴ م کال پورې اوږدوي.

ستولتنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل«موږ پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپل حضور تر ۲۰۲۴ م کال پورې اوږد کړو او افغان ځواکونه د دې جوګه کړو چې په خپله د تروریزم پر ضد جګړه وکړای شي او سیمې ته امنیت راوړي.»

په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه په افغانستان کې به د امنیت او ثبات لپاره له هلوځلو لاس وانخلي او په دې جنګ ځپلي هیواد کې به د ناټو ماموریت تر هغو دوام وکړي چې شرایط تقاضا کوي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم ګډون کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.