ناټو، سولې لپاره د امریکا او طالبانو د نویو تماسونو هرکلی کړی دی

 

تاند، شنبه، د قوس ۹مه: د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو لپاره د نویو تماسونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا سازمان له خپلو متحدینو سره د افغان سولې لپاره ګډې هلې ځلې کوي.

ښاغلي برګ د ټرمپ لخوا له طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پیل له اعلان وروسته په یو خبري کنفرانس کې ویلي، د سولې د خبرو بیا پیل لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له متحدینو سره مشورې کړې دي: (( موږ همیشه مشوره کوو، ځکه په افغانستان کې یوازې امریکايي ځواکونه نه دي، بلکې موږ هم هلته کار کوو.))

د سټولټنبرګ په خبره افغانستان له اروپا څخه دباندې د ناټو تر ټولو ستر ماموریت دی او دا دې لپاره چې افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

ښاغلي سټولټنبرګ افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر په اړه وویل، د ټولو هدف یوه بااعتباره او واقعي هوکړه ده: (( موږ طالبنو ته دا پیغام ورکوو چې په افغانستان کې پاتې کېدو ته چمتو او ژمن یوو، ځکه هغوی هیڅکله په جګړه کې نه شي بریالي کېدای.))

د ناټو سرمنشي طالبان یو وار بیا د سولې مېز ته په سیاسي لاره راوبلل او زیاته یې کړه چې د تاتریخوالي د کمېدو هرکلی به وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه نږدې شوې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.