م.م. وايي ۲ ملیونه افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ دي

 
تاند- ملګرو ملتو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې لږترلږه ۲ ملیونه افغانان د خوراکي موادو د سخت کمښت له خطر سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي چې وچکالۍ د افغانستان ۲۰ ولایتونه په مستقیم ډول زیانمن کړي دي.

د دې ادارې په وینا نژدې ۱۵ ملیونه افغانان په کرنه، مالدارۍ او دهقانۍ اتکا لري.

د وچکالۍ له کبله دا ۱۵ ملیونه تر ټولو له سخت تاوان او ستونزو سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه هڅه کوي چې لږترلږه ۱۱۵ ملیون ډالره ټول کړي او یوملیون او ۴ لکه افغانانو ته مرسته ورکړي چې ګومان کېږي تر ټولو له زیات نازک حالت سره مخامخ دي.

تر دې وړاندې ملګروملتو د افغانستان لپاره د ۴۳۰ ملیون ډالره بشري مرستې غوښتنه کړې وه. خو د نیویارک ټایمز د راپور له مخې دې ادارې په سلو کې ۲۸ مرسته مخکې تر مخکې ترلاسه کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.