م.م. وايي، نیمايي کلیوال افغانان د خوراکي موادو مرستو ته اړتیا لري

 

تاند- ملګري ملتونه وايي چې نیمايي کلیوال افغانان تر یوه حده د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ څانګې د دوشنبې په ورځ وویل، بې ساري وچکالیو او مخ په خرابېدونکي امنتیی وضعیت افغان کلیوال په ځانګړي ډول د خوراکي موادو د کمښت له خطر سره مخامخ کړي دي.

دا اداره وايي، د وروستیو کلونو پر له پسې وچکالۍ ځینې افغانان په خپل ژوند کې بې ساري بولي چې تېر کال یې پرافغان کلیوالو سخت منفي اغېز وکړ.

که څه هم سږ کال ښه ورښتونه شوي خو په تېرو څو کلونو کې پرله پسې وچکالۍ وې چې له کبله یې یوازې تېر کال د بادغیس ولایت لسګونه زره هرات او نورو ولایتونو ته بې ځایه شول.

د ملګروملتو د بشري چارو همږغوونکې ادارې د افغانستان د ۲۰۱۸ کال د مرستندویو عملیاتو په څېړنه کې ویلي«حاصلات کم او اوبه کمې شوي، همداراز خوارځواکي (سوتغذیه) او ناروغۍ ډېرې شوي، په لکونو خلکو خپلې مېنې پرې ایښي چې په لویو ښارونو کې مرستې ترلاسه کړي.»

د ملګروملتو دا اداره وايي چې د دې ناورین د کمېدو هیله یوازې په سږني پسرلي کې هغه مهال پیدا شوې چې بارانونه واورېدل او له کبله یې په ځینې ولایتونو کې سیلونه وبهېدل.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ اداره په خپله څېړنه کې دې نتیجې ته رسېدلې چې تېر کال په افغانستان کې خوړو ته د اړو کسانو شمېر له ۳ ملیونه او ۳ لکو څخه ۱۳ ملیونه او ۵ لکو ته زیات شوی دی؛ په بله ژبه د سږ کال تر فبرورۍ پورې د افغانستان د ټول نفوس په سلو کې ۴۷ د خوراکي موادو مرستې ته اړتیا لري.

دا اداره وايي چې سږ کال کېدای شي دا وضعیت بدل شي.

د افغانستان په سلو کې ۷۰ نفوس په کلیو کې اوسي.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ اداره وايي چې د بشري مرستو ډلو تېر کال په ۴۷۱ ملیون ډالرو له ۶ ملیونه او ۵ لکه تنو سره مرسته کړې ده.

خو دا اداره وايي چې د وچکالۍ د اغېز ترڅنګ جګړې هم افغانان ډېر اغېزمن او محتاج کړي دي.

د ملګروملتو د څېړنو له مخې په ۲۰۱۸ م کال کې ۳۸۰۴ ملکي افغانان وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۹۰۰ ماشومان وو. همداراز ۷۱۸۹ ملکي افغانان ټپیان شوي دي.

سره له دې چې افغانستان پرله پسې وچکالۍ او خونړۍ جګړه ځپي؛ ګاونډیو هیوادونو هم پر افغان کډوالو فشار زیات کړی چې خپل هیواد ته ستانه شي.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ د ادارې پر اساس په ۲۰۱۸ م کال کې له پاکستان څخه ۴۶۳۰۰ او له ایران څخه ۷۷۵۰۰۰ افغانان افغانستان ته بېرته راغلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.