میاخيل: سږ کال سږ کال د ۱۹ میلیارده افغانیو پرژو باندې کار شوی دی

 

تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: په ننګرهار ولایت کې په ۱۳۹۸ کال کې د څه باندې اتلس میلیارده او ۸۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۰۷۴ پروژې روانې دي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د یو شمېر نور یې چارې روانې دي.

د ننګرهار ولایت والي شاه محمود میاخیل پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د ۱۳۹۸ کال په اوږدو کې د څه باندې اتلس میلیارده او ۸۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت یو زرو ۷۴ پروژې یا بشپړې شوي او یا یې د جوړېدو چارې روانې دي.

ننګرهار روان کال کې د رغونې په چارو کې یو پېژندل شوی بهرنی انجنیر تتسو ناکامورا له لاسه ورکړ، چې د نوموړي یو شمېر پروژې نابشپړې پاتې شوې.

ناکامورا یو جاپانی انجنیر و چې ننګرهار ولایت کې یې د یوې بهرنۍ موسسې مشري پر غاړه درلوده او له پنځلس کلونو راهیسې یې ننګرهار ولایت کې ډېر رغنیز کارونه ترسره کړي وو چې له همدې امله یو شمېر ډېرو ننګرهاریانو ته ګران وو.

ناکامورا څه مودې مخکې ننګرهار ولایت کې د ناپېژانده وسلوالو لخوا په ډزو ووژل شو، او یو شمېر رغنیزې پروژې یې نابشپړې پاتې شوې، چې حکومت یې د بشپړېدو ژمنه وکړه، او وې ویل چې د ناکامورا ټولې نابشپړې پروژې به سر ته ورسوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.