مک ماسټر: طالبانو ته اجازه ورکړل شوې چې تر خپل واک لاندې سیمې پراخه کړي

 

تاند (چهارشنبه د میزان ۲) مک ماستر وايي د امریکا دولت د یو شمېر رسنیو په مرسته هڅه کوي چې د افغان سولې روانه پروسه تخریب کړي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا دولت کې ځينې پټې کړۍ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له وتلو سره مخالفې دي او غواړي د ځینو رسنیو په مرسته د افغان سولې پروسه تخریب کړي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا دا ځل د سپټمبر د ۱۱مې پېښې په پرتله ستر خطر ته ځان ورکړی دی.

د هغه په خبره ترهګرې ډلې تر پخوا ډېرې پياوړې شوي دي او هغه قوت یې چې پخوا درلود اوس یې د هغه څو چنده لري.

مک ماسټر د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې شوي تړون ته په اشارې سره ویلي، طالبانو ته د یاد تړون له مخې اجازه ورکړل شوې چې تر خپل واک لاندې سیمې لا پراخې کړي.

د امریکا د ملي امنیت دغه پخواني لوړپوړي چارواکي تر دې وړاندې هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو سره مخالفت ښودلی و.

که څه هم ماسټر د کوم چا یا ډلې نوم نه دی اخیستی، خو زیاته کړې یې ده چې په دې توګه دې ترهګرو ته د سپټمبر د ۱۱مې پیښې د بیا تکرار اجازه نه ورکول کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.