مکین: یا افغانستان ته نور ځواکونه ولېږئ یا ټول وباسئ

 

 

تاند- د امریکا د سنا جرګې د وسله والو(پوځي) خدماتو د کمېټې مشر جان مکین نن /سې شنبه/ په کابل کې وویل، د ولسمشر ټرمپ حکومت باید افغانستان ته یا نور ځواکونه ولېږي او یا ټول وباسي.

مکین، چې د سنا جرګې د پنځه کسیز پلاوي په مشرۍ سیمې ته په سفر راغلی، په یوه خبري غونډه کې وویل «موږ د جګړې د ګټلو لپاره نوې ستراتیژۍ ته اړتیا لرو، مخکینۍ ستراتیژي ناکامه وه، د نړۍ پر مخ تر ټولو غښتلی هیواد باید بریالی شي، طالبان تر هغو (د سولې) خبرې نه کوي چې فکر ونه کړي چې جګړه بایلي.»

دې ته ورته نظر نورو امریکايي سناتورانو هم څرګند کړ.

مکین او ورسره ملګري پلاوی تر دې وړاندې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په پاکستان کې له صدراعظم نوازشریف، د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه او د نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز سره د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات په اړه مفصلې خبرې وکړې.

دوی بې له دې چې پاکستاني مشرانو ته مخامخ ووايي چې د افغانستان جګړه یې د طالبانو په ملاتړ توده ساتلې، وویل چې د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز امریکايي سناتوران جنوبي وزیرستان ته بیول او د سختدریځو پر ضد یې د خپلو عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

امریکايي سناتوران نن په افغانستان کې بګرام ته لاړل او له امریکايي پوځیانو او قوماندانانو سره یې وکتل.

دوی تر اوسه پورې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره نه دي کتلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.