مولانا سمېع الله ریحان په یوه چاودنه کې ووژل شو

 

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دیني عالم مولوي سمېع الله ریحان په جومات کې چاودنه وشوه چې خپله مولوي ریحان پکې وژل شوی او ۱۶ تنه نور لمونځ کوونکي پکې ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې چاودېدونکي توکي له وړاندې په التقوا جومات کې ځای پرځای شوي وو.

د نوموړي په خبره، پېښه نن له غرمې مخکې په یوه بجه او ۲۰ دقیقو رامنځته شوې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.