مودي پر افغان سوله خبرو لپاره پوتین پسې روسیې ته ور روان دی

 

تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هېواد یې په افغان سوله کې مرستې او دغه هېواد کې د تاوتریخوالي راکمولو ته ژمن دی او لومړی وزیر به یې ژر د روسیې له ولسمشر سره په دې اړه خبرې وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویجې ګوهال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دوی د سولې د هغو خبرو او هڅو ملاتړ کوي، چې په پایله کې یې افغانستان ته دایمي ثبات راشي او په دغه هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره فرصتونه له منځه لاړ شي.

ویجې ګوهال ویلي، هند تل د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او لا هم خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

دده په وینا هند په ټولو هغو مذاکراتو او کنفرانسونو کې برخه اخلي چې افغانستان دایمي سولې ته رسولی شي او په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب ګرځي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي روانه اونۍ روسیې هیواد ته سفر کوي او مودي به په دغه سفر کې د روسیي له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم په افغان سوله او د سولې په برخه کې په وروستیو پرمختګونو خبرې وکړي.

مودي او پوتین په داسې حال کې په افغان سوله خبرې کوي چې تازه په دوحه کې د نهم پړاو خبرې پای ته رسېدلي او زلمی خلیلزاد وایي چې امکان شته دا ځل خبرې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ بین الاافغاني مذاکرات ووسې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.