مودي او ټرمپ د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې
دآزادی راډیو
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند له صدراعظم سره د نورو مسايلو تر څنګ د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې دي.
دواړو مشرانو پرون سې شنبې په خپلو کې ټليفوني خبرې وکړې.
د امريکا ولسمشر په دې مکالمه کې د هند صدراعظم نريندرا مودي ته بلنه ورکړه چې د روان ميلادي کال په وروستيو کې امريکا ته ورشي.
د رويټرز خبري اژانس په حواله، دواړو مشرانو پر اقتصادي او پوځي همکاريو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د سپينې ماڼۍ په حواله، دواړه مشران په جنوبي او مرکزي اسيا کې پر امنتيي وضعيت، دغه راز د افغانستان پر حالاتو غږېدلي دي.
په افغانستان کې دېره په زرګونو امريکايي پوځيان له افغان قواوو سره اوږه پر اوږه د وسله والو طالبانو پرضد پوځي مبارزه پرمخ بيايي.
په وروستيو کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د نورو ډلو لکه داعش پوځي فعاليت او تحرکاتو د سيمې د هېوادونو اندېښنې پارولې دي.
په افغانستان کې چارواکو تورلګولی چې په ننګرهار ولايت کې د داعش ډېرى غړي له ډيورند کرښې دغه ولايت ته اوړي او اکثريت يې پاکستانيان دي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.
نظرات بسته شده است.