ملګري ملتونه وايي، ۶ لکه افغان ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي

 

تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمان یونیسف وايي، دا مهال په افغانستان کې ۶ سوه زره ماشومان په شدیده خوارځواکۍ یا سوء تغذي اخته دي.

یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان خوارځواکه دي، خو شپږ لکه ماشومان له دې ناروغۍ څخه په شدید ډول رنځېږي.

یونیسف دغه راز ویلي، چې له یادو ماشومانو سره د مرستو لپاره ۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د ۲۰۱۹ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۱۶ پېښې شوې دي.

اوچا زیاته کړې ډېر ژر به په افغانستان کې د پولیو واکسینو کمپاین پیل او په لویدیځ، مرکز، سویل او ختیځو ولایتونو کې به ماشومانو ته د پولیو واکسین ورسول شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.