ملګري ملتونه: القاعده لا هم طالبانو او حقاني شبکې سره نږدې اړیکې لري

 

تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: ملګري ملتونه وایي، وروستۍ موندنې یې ښيي چې طالبان لا هم په افغانستان کې له القاعده شبکې سره ټینګه همکاري او راکړه ورکړه لري.

د ملګرو ملتونو د تحریمونو کمېټه په خپل تازه راپور کې زیاتوي، القاعده د طالبانو له حقاني شبکې سره په افغانستان کې نږدې کار کوي، استادان یې جنګیالیو ته دیني او نظامي روزنه ورکوي.

دغه راپور چې یوه کاپي یې امنیت شورا ته هم ورکړل شوې زیاتوي چې القاعده شبکه په افغانستان کې ختمه شوې نه ده بلکې له دغه ځایه لشکر طیبه او حقاني شبکې سره نږدې اړیکې پالي.

دا راپور زیاتوي چې طالبان په بدخشان کې د القاعده شبکې په خاطر د ځای پیدا کولو هڅه کوي.

بلخوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم تاییدوي چې طالبان نه یوازې القاعده بلکې نورو تروریستي ډلو سره هم په افغانستان کې له نږدې څخه کار کوي.

خو طالبانو بیا دا رد کړې چې ګواکې اوس هم القاعده شبکه په افغانستان کې فعاله ده او دوی ورسره نږدې اړیکې لري.
طالبان وايي، د القاعدې جنګیالي اوس خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.