ملګري ملتونه: القاعده شبکه د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت کوي

تاند(شنبه، د اسد ۴) د ملګرو ملتونو د بندیزونو څار خپلواک کتونکي په یوه نوي راپور کې وايي چې القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې په پټه کار کوي او ددغه شبکې مشر هم په افغانستان دی.

د راپور د یوې برخې په وینا، ایمن الظواهري په افغانستان کې د القاعده شبکې مشر دی او د دې شبکې د جنګیالیو شمېر له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ تنو پورې رسیږي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د پاکستاني ترهګرو ټولټال شمیر له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ اټکل شوی ، چې ډیری یې د تحریک طالبان پاکستان دي او دواړه هیوادونه تر ګواښ لاندې دي

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار سازمان څخه خپلواکو کتونکو په راپور کې ویلي چې د القاعدې مشرتابه له حقاني شبکې سره نژدې اړیکې ساتلې وې، او د همدې کال په فبرورۍ کې، د القاعدې مشر ایمن الظواهري او یحیی حقاني د شبکې لوړ پوړي غړي و دواړو له یو بل سره ملاقات کړی و.

راپور زیاتوي چې د هند په کې د القاعدې څانګه د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې تړون پراساس، دې ډلې ژمنه کړې وه چې له القاعدې او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.