ملګري ملتونه: افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۱۷ سلنه لوړه شوې

دآزادی راډیو

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله ۷۳ سلنه افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د بې وزلۍ کچه هم ۱۷ سلنه لوړه شوې ده.

د ‘یو این ډي پي’ په تازه راپور کې راغلي، چې په دغه هېواد کې د کویډ۱۹ وبا له امله د اوښتي اقتصادي زیان د جبران لپاره اړتیا ده، چې له فساد سره قوي مبازره وشي، مالیات لوړ شي او صادارتو ته زیات پام وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، کویډ۱۹ ناروغۍ د سیمې په کچه د افغانستان اقتصاد ته زیان اړولی او د دغه هېواد اقتصادي وده یې سخته ځپلې ده.

د ‘یو این ډي پي’ په راپور کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ په کچه د کویډ۱۹ نارغۍ له امله د ځپل شویو هېوادونو د نوملړ په سر کې راځي، او ۷۰ په سلو کې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د افغانستان لپاره د دغې ادارې استازی په افغان حکومت غږ کوي، چې بېرته عادي حالت ته راګرځېدو لپاره اړینه ده چې د خپلو عوایدو راټولو په برخه کې شفافیت رامنځ ته کړي.

عبدالله الدارداري وايي، چې کویډ۱۹ ناروغۍ خپراوی په افغانستان کې د بېوزلي کچه ۱۷ سلنه لوړه کړې ده.

هغه زیاتوي: “د افغانستان تل پاتې پراختیايي اهدافو باندې د کویډ۱۹ اغېزه ډېره منفي وه د بېلګې په توګه که بې وزلي په نظر کې ونیسئ، نو له کویډ۱۹ وروسته افغانستان کې د فقر کچه ۱۷.۵ سلنه زیاته شوي او لوږه ۰.۵ سلنه نوره هم زیاته شوې.”

ښاغلي الدارداري زیاتوي، چې د دغه وضعیت د جبران لپاره لازمه ده چې افغان حکومت مالیات لوړ، صادارات زیات او د عوایدو راټولو لپاره د فساد مخنیوی وکړي او سکټوري ادارو ته هم بودجه زیات کړي، څو خلک له ناوړه وضعیت راووځي.

د افغانستان د مالیې وزارت مني، چې د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده، خو د ارقامو په اړه یې څه نه وايي.

د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي ازادي راډيو ته وویل، دوی له نړیوالو متحدینو سره کار کوي، چې په سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
هغه زیاتوي: “مالیات د قانون مطابق درج شوي لوړېدل او ټیټېدل یې له قوانینو سره ارتباط لري، د مګړۍ د مالیاتو لوړولو پرځای موږ په دې کار او فکر کوو، چې څنګه له نړیوالو متحدینو سره کار وکړو چې په سختو شرایطو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.”

دا په داسې حال کې ده چې، په افغانستان کې ۳۹۲۹۷ کسان په کویډ نولس ناروغۍ اخته شوي او له امله یې ۱۴۶۲ تنه مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هېوادونه په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو او د دې ناروغۍ د احتمالي دوهمې څپې له اندېښنو سره مخ دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.