ملګرو ملتونو له درغلیو پر پاکو ټاکنو ټينګار وکړ

 

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٧): په افغانستان کې د مرستندوی پلاوي دفتر يوناما له درغليو پر پاکو پارلماني ټاکنو ټينګار کړى دى.

په کابل کې د يوناما دفتر له خوا د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ګڼ شمېر افغانان به د شنبې په ورځ د نوي پارلمان لپاره رایه ورکوي.

سرچينې زياته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) له درغلیو د پاکو ټاکنو اړتیا په ډاګه کوي، هر هغه څوک هڅوي چې درغلي وګوري یا شک ولري څو د اړوندو افغان چارواکو سره شکایت ثبت کړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي: “ټول هېوادوال باید د درغليو په له منځه وړو کې فعال، باخبره او رغنده رول ولوبوي. افغانان د هر اړخیزو، باوري، رڼو او له هر ډول تورونو د پاکو ټاکنو مستحق دي. ”

د ملګرو ملتونو ماموریت یادونه کوي چې د افغانستان د ټاکنو چارواکو د درغليو ضد ډېری تدابیر نیولي څو درغلي کشف کړي؛ د بېلګې په توګه، د رایې ورکولو د یو داسې سیستم معرفي کول چې رایه ورکوونکي کولی شي یواځې هغه سایټ کې خپله رایه واچوي، چېرې یې چې نوم لیکنه کړې وي چې دا په حقیقت کې د درغلیو کمولو لپاره تر ټولو مهم ګام اخیستل شوی دی.

د رایه ورکوونکو د تصدیق لپاره د بایومټریک د پلان تطبیق به د درغليو پېژندنې او مخنیوي کې مرسته وکړي.

يوناما ويلي، نوماندان د درغلۍ د مخنیوي په برخه کې ستر مسوولیت لري او باید ډاډ ورکړي چې پلويان یې د دوی په نوم درغلي نه کوي.

یاماموتو ویلي: “درغلي د بل افغان ملګري د رایو غلا کول دي. دا د منلو وړ نه ده.”

نوموړي زیاته کړه: “درغلي د نوماندانو په ګټه نه ده؛ دوی به د رایو له غلا کولو سره تړاو ولري او د دوی د ملاتړ کوونکو باور به تر پوښتنې لاندې راشي؛ نو ځکه په خپله کاندیدان باید خپلو ملاتړ کوونکو ته د اړوندې موضوع په اړه څرګند اخطار ورکړي، هېڅ افغان باید درغلي ونه مني. ”

يوناما ويلي، هر هېوادوال چې درغلي وګوري یا د درغليو په اړه شک ولري، نو مدني مکلفیت لري څو د افغان چارواکو په ځانګړې توګه د ټاکنو شکایتونو له کمېسیون سره شکایت ثبت کړي.

د درغليو کمولو لپاره به د ټاکنو شکايتونو کمېسيون چارواکي په هر مرکز کې حاضر وي.

په کوم ځای کې چې معتبر تورونه ولګېږي، افغان قانون پلي کوونکي ادارې باید په چټکه پلټنه وکړي او چې مناسبه وي، سرغړوونکي توقیف او محاکمه کړي.

د يوناما ماموریت دا هم یادونه کوي چې د رایه ورکولو په مرکزونو کې د ۴۰۰۰۰۰ ناظرینو او د نوماندانو استازو او همدارنګه د سیاسي ګوندونو د څارونکو شتون د ټاکنو د روڼتیا د ډاډمنتوب لپاره خورا مهم دی، په څارونکو سازمانونو، سیاسي ګوندونو او کمپاینونو غږ کوي چې د ټاکنو پروسې په ساتنې کې فعال، باخبره او رغنده رول ولوبوي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ٢٨مه ترسره شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.