ملګرو ملتونو؛ د ترکیې د ناستې په درشل کې ګډون کوونکو ته د افغانستان په اړه ځینې مهم موارد د هوکړې په موخه سپارلي

 

تاند ( یکشنبه، د حمل ۲۱ ) راپورونه وایي، ملګرو ملتونو، امریکا، افغان مرکچي پلاوي، طالب پلاویو، ترکیې او قطر ته د ګډو اصولو په نوم یو ۹ماده‌ییز نوم‌لړ سپارلی چې له مخې یې د ترکیې له جوړیدونکي کنفرانس وړاندې په ځینو مهمو مورادو هوکړه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وایي چې د ملګرو ملتونو د دې ۹ مادییز نوملړ کاپي ورته رسېدلی ده.

د معلوماتو له مخې، یاد لیک په یوه ټول ګډونه حکومت ټینګار کوي، خو د یوې مشخصې نېټې لپاره د انتقالي یا لېږدیز حکومت وړاندیز کوي چې یو نوي حکومت ته د راتلو زمینه برابره کړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، دا متن چې ۹ مادې لري او د ګډو اصولو په نوم نومول شوی، موخه یې د استانبول له غونډې وړاندې د مهم ټکو په اړه د افغان مرکچي او طالب پلاویو یوې هوکړې ته رسېدل دي.

بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې دوی ته دا لیک د وري میاشتې په ۱۸مه نېټه را استول شوی، خو ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر د ګډو اصولو دا ۹مادې د وري میاشتې په ۱۵مه افغان مرکچي او طالب پلاویو ته سپارلي دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت له‌خوا، د بهرنیو چارو وزارت په رالېږل شوې لیک کې د دې اصولو په اړه د افغان مرکچي او طالب پلاویو نظریات هم را اخیستل شوي دي.

افغان مرکچي پلاوي د دې اصولو په اړه خپل وړاندیزونه په څلور ټکو کې محدود کړي.

پر اسلامي نظام او ملي یووالي ټینګار، د ټاکنو له لارې د واک لېږد، د ګاوڼدیو او سیمې هېوادونو له‌خوا افغانستان ته د ترهګرو د لېږلو مخنیوی او یوه داسې سوله چې د بلې جګړې پیل نه وي، هغه وړاندیزونه دي چې افغان مرکچي پلاوي د دې اصولو په ځواب کې لیکلي.

په دې اصولو کې دا هم لیکل شوي چې د افغانستان خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، خو د دې اصولو د عملي کېدو لپاره د مذاکراتو خبره هم اړینه ګڼل شوې.

د لیک د متن له مخې، طالبانو بي د استانبول غونډه کې د ګډون سره هوکړه کړې، د اوربند په اړه یې د ۹۰ ورځو لپاره د تاوتریخوالي کمېدو وړاندیز کړی، خو د نورو موضوعاتو په اړه یې د نظر ورکولو لپاره له ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر څخه د ۲ اضافي ورځو وخت غوښتی.

ملګري ملتونه، امریکا، ترکیه او قطر داسې مهال د استانبول له غونډې وړاندې له دې اصولو پر یو شمېر مهمو هغو يې د هوکړې غوښتنه کړې چې زلمي خلیل‌زا هم په کابل کې له جمهور رییس غني او د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سره له کتنې وروسته وویل، افغان لوری باید دې غونډې ته له یوې واحدې طرحې سره ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح نن په کوهدامن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال خبر ورکړی چې د ترکیې ناسته به روانه اوونۍ کې پیل شي چې له طالبانو او له نورو لوریو سره به په کې جدي بحثونه ترسره شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.