ملي دفاع وزارت: د وژل شویو او ټپي سرتېرو امتیازات لوړ شوي

 

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۱۴) د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو او ټپي شویو سرتېرو امتیازات لوړ شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل وايي، د ملي دفاع وزارت په وړاندیز جمهوري ریاست هغه طرحه منظوره کړې چې له مخې یې هغه سرتېري چې له هېواد څخه د دفاع لپاره یې قرباني ورکړې او یا ټپي شوی وي، پر پخوانیو امتیازونو سربېره به د هر وژل شوي سرتېري کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، له دې ډلې ټپي شویو سرتېرو ته په درېیو کټګوریو کې امتیازونه ډېر شوي دي.

د هغه په خبره، د سطحي ټپي لپاره ۱۵ زره افغانۍ، د متوسط ټپي لپاره ۳۰ زره افغانۍ او د سخت ټپي سرتېري لپاره ۵۰ زره افغانۍ منظورې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دا امتیازونه د دفاع وزارت، ملي امنیت ریاست او کورنیو چارو وزارت هغو سرتېرو ته ځانګړي شوي چې د هېواد ساتنې لپاره یې قرباني ورکړې وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وژل شویو او ټپي شویو سرتېرو د امتیازونو ډېرېدو غوښتنې شوې وې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.