ملي امنیت ځواکونو په کابل ښار کې په «یوه رسنۍ او روغتون» د برید مخه ونيوله

 

تاند (سه شنبه، د سرطان ۱۷) د ملي امنیت ریاست وايي په کابل ښار کې یې د داعش خراسان ډلې دوه غړي نيولي دي.

ددغه ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ نیول شویو کسانو په کابل ښار کې په یوه (روغتون او رسنۍ) د برید پلان درلود خو هدف ته تر رسېدو وړاندې نيول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست وايي دغه دوه کسان یو یې (لطف الله او بل یې احمدالله) نوميږي، چې د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ددغه ریاست د معلوماتو پر بنسټ د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ سختو او هدفمندو عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې دوه ځانمرګي برید ګر نیولي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست خبرپاڼه زیاتوي چې د داعش ډلې د دوه غړو لخوا د برید یو هدف په کابل کې د دریمې حوزې اړوند د ګلايي درملتون د مولا علي روغتون و.

دویم هدف په کابل ښار کې یوه رسنۍ وه چې نوم یې نه ده په ډاګه شوی.

لطف الله او احمدالله د داعش ډلې د دریو غړیو (احمد) ، (ابو عمر) او (خبیر) په بلنه ګمارل شوي وه، چې په کابل کې د ننني برید پلان جوړوونکي هم همدوی وو.

د داعش ډلې دې درې غړیو د برید له پلان څخه وروسته، له لطف الله او احمد الله څخه وغوښتل چې په ټاکل شویو هدفونو ځانمرګی برید ترسره کړي.

سږکال په کابل کې په روغتونونو او د رسنیو په کارکوونکو لږ تر لږه دوه بریدونه تر سره شوي، چې لسګونه ولسي خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.