ملایعقوب د طالبانو په لیکو کې د فاسدو کسانو د موجودیت خبر ورکړ

تاند:( جمعه، د میزان ۲مه) د طالبانو تحریک د موسس ملامحمد عمر زوی او د طالبانو د اسلامي امارت سرپرست دفاع وزیر ملایعقوب د طالبانو لیکو ته د فاسدو او شخصي ګټو پالونکو وسله والو د ننوتو خبر ورکړ.

هغه په یوه غږیز پيغام کې د طالبانو ځینې مشران په دې کار کې په لاس لرلو تورن کړي او خبرداری یې ورکړی، چې دا کسان به معلوم او مجازات کړي.

ښاغلي یعقوب هغو طالبانو ته هم جدي خبرداری ورکړی، چې د بښنې له اعلان وروسته لا هم ځينې خلک د شخصي ګټو لپاره ځوروي یا وژني.

ویل کیږي، چې د ملا یعقوب دا پيغام د طالبانو د اسلامي امارت په لیکو کې د داخلي اختلافونو څرګندونکې ده.

د ځینو راپورونو له مخې، د طالبانو امارت په ټوله کې په درېیو ډلو( ملایعقوب، ملا برادر او حقاني شبکې) وېشل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او خپله د دوی د امارت د رئیس الوزرا مرستیال ملا برادر د دوی په لیکو کې اختلافونه رد کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.