مشرف: له طالبانو څخه مو د افغانستان پر ضد کار واخیست

 

 

تاند—د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف اعتراف وکړ چې د ده حکومت افغانستان ته د ګوزار ورکولو لپاره له طالبانو څخه د وسیلې په توګه کار اخیست او ملاتړ یې کاوه.

پاکستاني ورځپاڼې ډان د (ګارډین) په حواله په یوه راپور کې وویل، متقاعد جنرال مشرف د ملېشو (طالبانو) په وسیله په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي مشرف اعتراف وکړ، کله چې د پاکستان دولتمشر و، پاکستان د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت ته د ګوزار ورکولو هلې ځلې کولې ځکه چې کرزي د هند ملاتړ کاوه چې پاکستان ته زیان اړوي.

خو مشرف اوس وايي، وخت بدل شوی او اوس پکار ده چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره بشپړه همکاري وشي.

د ده په باور ولسمشر غنی په سیمه کې د سولې لپاره وروستۍ هیله ده.

مشرف وویل «د ولسمشر کرزي په موده کې، هو، په دې کې شک نشته، ده غوښتل چې پاکستان ته زیان واړوي او له همدې کبله موږ د دوی (افغانستان) د ګټو خلاف کار کاوه. ښکاره ده چې موږ د خپلو ګټو ساتنه کوله.»

مشرف زیاته کړه«خو اوس ولسمشر اشرف غني راغلی او هڅه کوي چې په افغانستان کې انډول رامنځته کړي. موږ باید له ده سره بشپړه همکاري وکړو.»

مشرف همداراز وویل «ښاغلي غني له واک ته رسېدو وروسته په لومړیو میاشتو کې هڅه وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي. ده نه یوازې له هند څخه د وسلو د اخیستلو معامله فسخه کړه، بلکې د افغانستان ختیځ ته یې ځواکونه ولېږل چې د پاکستاني ضد عناصرو پر ضد عملیات وکړي. له بلې خوا پاکستان ته د روزنې لپاره د ۶ تنو افغان پوځي زده کوونکو رالېږل د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتولو څرګنده نښه وه.»

مشرف دا هم وویل چې پاکستان په ۲۰۱۰ کال د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې وړاندیز کړی و خو پخواني افغان ولسمشر موافقه ونه کړه.

مشرف وویل چې په پاکستان کې هم نیابتي جګړه روانه ده چې هند یې ملاتړ کوي خو دا هم حقیقت دی چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې ننګه پاکستان کوي.

ده وویل چې باید دا دواړه جګړې ودرول شي.

طالبان د آی ایس آی له لوري جوړ شول

مشرف د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې طالبان له ۲۰۰۱ کال وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) له لوري بېرته تنظیم او په وسلو سمبال شول.

ده د دې علت دا وباله چې د کرزي په حکومت کې د غیرپښتنو او هند پلوو عناصرو واک زیات و.

مشرف تر دې پخوا هم په ځلونو د افغانستان د حکومت په وړاندې د طالبانو جګړه په دولت کې د پښتنو د حضور له کموالي سره تړلې خو عملاً د وسله والو طالبانو جګړې، چې د مشرف په باور د پښتنو له محرومیت سره تړاو لري، تر ټولو زیات پښتانه ځپلي، پښتانه یې له زده کړو، بیا رغونې، پرمختګ او عادي ژونده محروم کړي دي.

ډېری افغان شنونکي د طالبانو روانه جګړه د پښتنو د کمزوره کولو لپاره بولي څو د افغان دولت ستنې کمزورې او محوره شي. له همدې کبله مشرف وايي:

«په زغرده وایم، موږ په یوې ‌ډلې پسې ګرځېدو چې د پاکستان پر ضد د هند د اقداماتو مقابله وکړي. همدلته د استخباراتو کار نتیجه ورکړه. استخباراتو له طالبانو سره تماس ونیوه. بې له شکه دوی په تماس کې ول. او باید هم وای.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.