مراد: د خپلواکۍ د ورځې لمانځنې لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د خپلواکۍ د ۹۸ کلیزې د لمانځنې لپاره يې، په ټول هېواد کې جدي امنیتي تدابیر نیولي.

د دې وزارت امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له خلکو يې هم دا هیله ده چې له پولیسو سره د امنیت د ټینګښت په اړه پوره پوره همکاري وکړي.

ښاغلی مراد وايي، ټولو امنیتي ځواکونو ته دستور ورکړل شوی چې د زمري په ۲۸ مه چې د هېواد د خپلواکۍ ورځ ده، خپلو دندو ته حاضر وي.
​ښاغلي مراد زیاته کړه:

“د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې امنیتي دفاعي ځواکونو ته جدي دستور ورکړل شوی او د دې تاریخي ورځې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي تدابیر په نظر کې نیول شوي دي.”

شاه امان الله خان د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹مې سره برابره ده، د افغانانو په پراخ ملاتړ او همکارۍ له برېتانیایي لښکرو سره له سختې جګړې وروسته، د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.

دا ورځ د خپلواکۍ د بیا تر لاسه کولو په مناسبت، هر کال د افغانانو له خوا لمانځل کېږي.

تېر کال هم د خپلواکۍ دغه جشن په شاندارو مراسمو کې لمانځل شوی و، خو له دې وړاندې د خپلواکۍ ورځ يواځې په ارګ ماڼۍ کې او يا هم د غازي امان الله خان په مقبره باندې د يوې ګېډۍ ګل په اېښودلو سره لمانځل کېدله.

سږ کال هم لېدل کېږي چې د خپلواکۍ د نمانځنې لپاره تر بل هر وخت ډېرې تیارۍ نیول شوي دي.

د افغانستان ملي بېرغ او د غازي امان الله خان انځورونه، پر کابل سربېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو په مختلفو ځایونو کې د خپلواکۍ د لمانځنې په ویاړ لګولي دي.

بل خوا د ولسي جرګې اداري پلاوی په ټنیګار سره وايي چې امنیتي ځواکونه باید تر بل هر وخت د امنیت ټینګښت ته ډېره پاملرنه وکړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی وايي، افغانان باید د دې ورځې په لمانځنې سره خپل يووالي ښکاره کړي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي:

“که موږ له دښمن څخه دومره وویرېږو چې حتی له خپلو کورونو څخه ونه وځو، نو د هېواد سره مینه داسې نه کېږي، خلک باید زړورتیا وکړي او موږ ډاډه یوو چې امنیتي ځواکونه مو تر خپل توانه امنیت ټینګوي او که خلک وغواړي، هېڅوک د ملت مخه نشي نیولی.”

خو له دې ټولو سره سره د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي له احتمالي امنیتي ننګونو اندېښمن دي او له امنیتي ارګانونو غواړي چې د امنیت په ټيګښت کې تر وروستي بریده کوښښ وکړي.

دوی وايي، که د امنیتي ننګونو وېره نه وای، نو ډېرو زیاتو خلکو به دغه ورځ په هوساینې سره لمانځلې وای.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.