مدني ټولنې: د انتخاباتو کمېسیون خپلو ډېرو چارو کې پاتې راغلی

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د مدني ټولنو شبکه وايي، د ملي وحدت حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمنې تر ډېره د شعار تر برېده دي چې له امله يې د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ورځ تر بلې ځنډېږي.

د دغه شبکې رئیس نعیم نظري د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، د ټاکنیزو اصلاحاتو برخه کې لازم پرمختګونه نه‎دي شوي او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون اړوند چارې له خنډ او ځند سره مخ دي.

نوموړی وايي:

“موږ د دې ترڅنګ چې د ټاکنیزو اصلاحاتو برخه کې د قناعت وړ پرمختګونو شاهدان نه یو، همدارنګه د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ترسره کولو برخه کې هم ډېرې ستونزې موجودې او د ډېرو کمو تیاریو شاهدان یو.”

ښاغلي نظري وویل، د هېواد ثبات او د نظام مشروعیت د عادلانه او شفافو ټاکنو پورې تړلی او حکومت ته په کار ده چې دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون يوه غړي رفیع‎الله بیدار ازادي راډیو ته ویلي چې د انتخاباتي حوزو ټاکل، د نویو کارتونو د وېش، د رأیو ورکوونکو د نوملړ ترتېبول او د مالي او لوژیستیکي ملاتړ ترلاسه کول هغه ستونزې دي چې د هواري لپاره يې باید اقدامات وشي.

د قانون له مخې، د ولسي جرګې انتخابات بايد د ١٣٩۴ کال پسرلي کې شوي واى، خو دغه ټاکنې وځنډېدې او ولسمشر د يوه ځانګړې فرمان له مخې ولسي جرګې ته وویل چې خپل کار ته ادامه ورکړي.

سره له‎دې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي و چې نېږدې راتلونکي کې به د ملي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان کړي خو د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد ورېماچ بیا د ټاکنو د نېټې اعلان په راتلونکو ټاکنو کې د ټکنالوژۍ په کارونې پورې تړلی بللی دي.

نوموړي ویلي و چې که دې برخه کې تخنیکي څېړنې ډېر وخت ونیسي نو ښايي ټاکنې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې هم ترسره نه‎شي.

په همدې حال کې د افغانستان اجرائیه ریاست هم ویلي چې حکومت په ټول توان د انتخاباتو د معیاري کېدو او اصلاح لپاره کار کوي او دغه هېواد کې ټاکنې په اصلاحاتو پورې تړلي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي چې د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره يې چارې په چټکۍ سره پرمخ ځي.

د دغه کمېسون رئیس نجیب الله احمدزي ازادي د مدني ټولنو د دغو انتقادونو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل:

“موږ ډېره زیات کارونه کړي، لکه هغه طرز العملونه او لایحې چې پخوا موجودې وې ټول مو له سره کتلي دي او په هغه کې مو د اړتیا له مخې اصلاحات راوستي، همدارنګه د مراکزو د ارزیابي لپاره موږ ټول طرزالعملونه او نور اړوند کارونه سره له بودجې موږ اماده کړي دي.”
ښاغلی احمدزی وايي، د افغانستان حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شفافو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو لپاره قوي اراده او هوډ لري.

خو دا چې د کمېسیون دا چارې کله او څنګه بشپړېږي هغه څه دي چې کمېسیون یې په مرستو خو مدني ټولنې یې په وړتیاوو او چټکو اقداماتو پورې اړوند بولي.

راپور: واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.