مدني فعالان وایي، د فضل هادي مسلمیار د ملېشو له خوا د ګمرک د رییس سپکاوی غندي J

 

تاند – په ختیځ ولایت ننګرهار کې د فضل هادي مسلمیار د ملېشو یوه قوماندان، دلاور،‌ د دغه ولایت د ګمرک په رییس خان زمان امرخېل لاس پورته کړی دی.

ښاریانو او فعالانو د ملېشو د قوماندان د دغه حرکت په وړاندې توند غبرګون ښودلی او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د ملېشو قوماندان دې د محاکمې مېز ته کش کړي.‌

ویل کیږي چې ښاغلي دلاورغوښتل چې تجارتي مالونه یې له محصول څخه پرته تېر شي خو د ګمرک رییس یې مخه ونیوله او په نتیجه کې د دواړو خواوو تر منځ خبره ګواښونو ته ورسېدله.‌

مشتاق رحیم په خپل فیسبوک له خلکو څخه غوښتنه کړې چې د ګمرک د رییس امرخېل په ننګه ودرېږي.

ښاغلي رحیم لیکلي، «ملګرو، د خان زمان امرخېل په ننګه ودریږئ! یا به حکومت د امرخېل ننګه کوي او ېا به اعلان کوي چی فساد سره مبارزه بنده ده. دا نو نشي کېدی چی حکومت دی ځوانان د ښامارانو خولې ته ورکوي او بیا يی پوښتنه نه کوي!!!خان زمان امرخېل، د ننګرهار ګمرک ريس باندی يو شمیر مفسدينو په دی ګناه بريد کړی او مرګ ګواښ يی ورته کړی چی ولی د هغوی د فساد مخه نيسي.»

ویل کیږي، چې تر دې مخکې، په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم زورواکو جنګسالارانو حکومتي واکمني ننګولې او چارواکو ته یې په بېلابېلو بڼو توهین کړی دی.‌

د سیاسي چارو پوه او د مدني ټولنې فعال ډاکتر نجیب ننګیال د مسلمیار د ملېشو له خوا دا حرکت د حکومت او واکمنو سپکاوی بلي او لیکي،‌ « د ننګرهار په ګمرک رئیس د مسلمیار د لنډغرو لخوا تشدد نهایت د غندنې وړ او سپک عمل دی. دا مستقیما په قانون او حکومت برید دی. دا مستقیما د ولسمشر او ارګ سپکاوی دی. د ګمرګ رئیس د ولسمشر په لاسلیک مقرر شوی. شیرولي مسلمیار چې ځان د څلوېښتم ریاست معاون هم ښئي او دلاور چې د مسلمیار د کورنۍ غړي دي نن د درې موټرو وسله والو کسانو سره د ننګرهار ګمرګ ته ننوتلي او په رئیس او مامورینو یې تشدد کړی دی.»

په ۲۰۰۱ کې په افغانستان د امریکايي ځواکونو له یرغل څخه وروسته،‌ په ننګرهار کې هم د نورو ولایتونو په څېر یو شمېر زورواکو چې ځانونه جهادي قوماندانان بولي له بېلابېلو خواوو څخه شکونې وکړې، او په بېلابېلو نومونو یې ملېشې جوړې کړې چې اوس د ښاریانو لپاره په سرخوږي بدلې شوي او وخت په وخت د حکومت واکمني هم ګواښي.‌

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.