محمود خان اڅکزی: هیڅوک حق نه لري چې افغانان په پښتونخوا کې ونیسي

 

 

تاند- پښتون مشر محمود خان اڅکزی وايي، هیڅوک به پرېنږدي چې افغان کډوال له خپلې خاورې په زور وباسي یا یې وځوروي.

ښاغلي اڅکزي وویل، خیبرپښتونخوا د افغانانو خاوره ده او دوی پکې بې ډاره او تشویشه اوسېدای شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړه«که افغانان د پاکستان په نورو سیمو کې ځورول کېږي، پکار ده چې پښتونخوا ته راشي، دلته هیڅوک ورڅخه د مهاجرکارت غوښتنه نه شي کولی، ځکه چې دا سیمه د دوی خپله ده.»

محمود خان اڅکزی او نور ملتپال پښتانه خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمې او د بلوچستان پښتني سیمې پښتونخوا او د افغانستان برخه ګڼي.

ښاغلي اڅکزي وویل، کابل او اسلام اباد باید پر تورخم لارې د تګ راتګ ستونزه په ډېر احتیاط حل کړي، کنې دوی به دا مسله په دوو اوونیو کې امریکا او چین ته ارجاع کړي چې حل یې کړي.

له بلې خوا راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو په وروستیو ورځو کې په پنجاب ایالت کې نژدې ۱۰۰۰ تنه افغانان نیولي دي.

پاکستاني رسنیو وویل د پنجاب پولیسو ۹۳۵ افغان کډوال د دې ایالت په ملتان، بهاولپور، ګوجرانوالا، فیصل اباد او راولپنډۍ کې د غیرقانوني هستوګنې په تور نیولي دي.

همداراز ۱۳۷ تنه نور په خیبر پښتونخوا ایالت کې نیول شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.