محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته خپله نوماندي ثبت کړه

آزادی راډیو

راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته د نوم ليکنې په وروستۍ ورځ ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم رسماً ځانونه نوماند کړل.

امرالله صالح او سرور دانش د د ښاغلي غني او عنایت الله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي د عبدالله عبدالله مرستیالان دي.

ولسمشر محمد اشرف غني تر نوم لیکنې وروسته رسنیو ته وویل چې د ښې حکومتولۍ له لارې غواړي چې افغانستان په خپلو پښو ودروي.
دی وایي:

“د سیاسي خپلواکۍ ترڅنګ، د اقتصادي خپلواکۍ لرل او په خپلو پښو درېدل زموږ اساسي اهداف دي، زما د حکومت اوسنۍ دوره ترپایه د خپلو وطنوالو سره ژمنې لري، په دغه موده کې به زموږ پلانونه او پروګرامونه تر ډېره په سوله او امنیت، غوره حکومتولۍ او د لوږې په له منځه وړلو متمرکز وي.”

ښاغلي غني دا شان وویل، د حکومت په دوران کې يې د هر بهرني سفر يو اساسي ټکی دا و چې نړیوالو ته دا وښي چې د افغانستان جغرافیه تهدید نه، بلکې يو فرصت دی.

نوموړي وویل، موږ د سیمې د هوساینې او ثبات لپاره طرحې او هر ګاونډي هېواد ته مثبت پروګرام لرو او غواړو چې افغانستان د نړۍ لپاره د همکارۍ په مرکز بدل کړو.

بل خوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم نن د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولاړ او د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره يې رسماً ځان نوماند کړ.

ښاغلي عبدلله تر نوم لیکنې وروسته خبریالانو ته وویل چې نوموړي د جمعیت اسلامي ګوند د نوماند په توګه ځان ولسمشریزو انتخاباتو ته نوماند کړ.

نوموړي زیاته کړه چې د لويې جرګې د پرېکړې پر بنسټ غواړي ریاستي نظام په صداراتي واوړي.
دی وایي:

“موږ صدارتي نظام د ښه مشارکت او حکومتولۍ لپاره لازم بولو، خو په هغه صورت کې چې دغه پرېکړه د افغانستان لویه جرګه وکړي او دا کار وشي، زموږ په انتخاباتي ټکټ کې د دو مرستیالانو ترڅنګ د اجرائیه ریاست او مرستیالانو وړاندوینه هم شوې ده.”

له دې وړاندې ولسمشریزو انتخاباتو ته دوو نورو نوماندانو احمد ولي مسعود او حنیف اتمر هم د بریا په صورت کې له ریاستي صداراتي ته د نظام پر بدلون ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر چې د جدي د میاشتې له ۱۳مې نېټې پیل شوی، ټاکل شوې نن شپه ۹ بجې پای ته ورسېږي.

تر دې مهاله دغو ټاکنو ته ۱۶ تنو نوملیکنه کړې او د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې يو شمېر نور نوماندان هم د نوم لیکنې لپاره دغه کمېسیون ته لاړ شي.

په دغو نوماندانو کې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون، د محمد حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار، احمد ولي مسعود، ابراهیم الکوزي، عبداللطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، عنایت الله حفیظ، زلمي رسول، رحمت الله نبیل، نورالحق علومي، فرامرز تمنا، نورحمن لېوال او شیدا محمد ابدالي نومونه شامل دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د اعلان شوي مهالوېش له مخې، ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ په ۲۹مه نېټه ترسره شي.

د يادونې ده چې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د نوم لیکنې لپاره ۷۳ کسانو معلوماتي کڅوړې اخېستې وې.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.