محقق: ځیني عناصر غواړي چې د افغانستان جګړه قومي او مذهبي کړي

 

 

تاند- د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق په بغلان کې د څو تنو شیعه هزاره ګانو د وژلو کېدو په تړاو وویل چې ځیني کسان هڅه کوي چې د افغانستان جګړه قومي او مذهبي کړي.

ښاغلي محقق خبرداری ورکړ چې ځیني عناصر غواړي چې د افغانستان جګړه لا خونړۍ کړي.

پرون /جمعه/ نامعلومو وسله والو له بغلان څخه د بامیان له لارې دایکنډي ولایت ته تلونکي کان کیندونکي د بغلان په تاله او برفک ولسوالي کې له موټره کښته کړل او په بې رحمانه ډول ووژل.

د بغلان ځیني چارواکي د وژل شویو کسانو شمېر ۸ او ځیني ۱۲ ښيي.

د تاله او برفک اکثره اوسېدونکي سُني هزاره ګان دي او له همدې کبله په دې ولسوالي کې طالبان زیات نفوذ لري.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي«کومو کسانو چې په کان کې کار کاوه له طالبانو څخه یې د کار کولو اجازه اخیستې وه او هغوی کومه ستونزه نه پېښوله.»

ده دولت پلوه ملېشې د دغو کارګرو په وژلو کې په لاس لرلو تورنې کړې.

محمد محقق نن په یوه خبري غونډه کې د دې پېښې په اړه وویل«کوم کسان چې په دې پېښه کې وژل شوي، مظلوم کارګر ول چې د خپلو کورنیو لپاره یې د حلالې روزۍ د پیدا کولو لپاره نژدې لس کاله د سکرو په کان کې کار کاوه.»

محمد محقق وايي، د افغانانو یووالي دا ثابته کړې چې د نړۍ هیڅ قدرت د افغانستان پر وړاندې نه شي دریدلی.

محقق همداراز وویل، کوم کسان چې عقیدوي او سیاسي مسایل د سیاسي جنجالونو او تشدد وسیله ګرځوي، په افغانستان کې د جګړې د لا خونړي کېدو په لټه کې دي او غواړي چې دا جنګ قومي او مذهبي شي.

محقق په دې حمله کې داعش ته د تور ګوته ونیوله، ویې ویل چې د دې تروریستي او تکفیري ډلې غړي زابل، اروزګان، سرپُل، غور، فاریاب او ځینو نورو ولایتونو ته راغلي دي.

داعش تراوسه پوري د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

پر شیعه هزاره ګانو وروسته له دې بریدونه ډېر شوي چې داعش په افغانستان کې سر راپورته کړی دی. دې سختدریځې ډلې پر شیعه ګانو د څو مخکینیو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.