محب : حکومت له نړيوالې ټولنې سره کړې خپلې ژمنې عملي کوي

 

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٦) : په امريکا کې د افغانستان سفير وايي، د ملي يووالي حکومت ژمن دی چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

دافغانستان سفير ډاکټرحمدالله محب دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د پوهنې انسټيټيوټ له خوا په افغان سفارت کې جوړې شوې غونډې ته وکړې .

هغه په خپله وينا کې د افغانستان په وروستيو حالات او په نورو بېلا بېلو مسايلو او موضوعاتو په تفصيل سره خبرې وکړې.

محب زياته کړه، د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ایالتونو د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره سم د جګړې په ډګرونو کې بدلون راغلی او مخالفین اوس د پخوا په څېر تحرکات نه شي کولی.

د نوموړي په وينا، دغه راز د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالښت، د اصلاحاتو د راوستو او د فساد پر وړاندې د مبارزې لړۍ پیل شوې ده .

د افغانستان سفير وايي، د ملي يووالي حکومت ژمن دی چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

محب د افغانانو پیاوړي عزم او ارادې ته په اشارې سره ويلي، افغانان له ستونزو سره سره د خپل هېواد ابادۍ او جوړېدو ته ژمن دي او تل يې خپل يووالی ساتلی دی.

هغه وايي، له وسله والو طالبانو سره سوله او پخلاينه ډېره پېچلې ده، له هغو ډلو سره پخلاينه کېږي چې هغوى دا غواړي، خو په افغانستان کې ډېر دا نه غواړي.

د افغانستان سفير زياتوي : (( په افغانستان کې د مليت مفهوم ډېر پياوړى دى، له شاهي څخه نيولې، تر جمهوري دورې، سخت دريځي رژيمونه، کمونستي رژيمونه او اوس د ديموکراسۍ دوره، خو هېڅکله په تېرو څلورو لسيزو کې ملت او هويت له ګواښ سره نه دى مخامخ شوى.))

د هغه په وينا، افغانان تر هغه چې فکر کېږي، ډېر له يو بل سره نږدې او سره تړلي دي.

دى وايي، افغانان له ګڼ شمېر ننګونو سره مخامخ دي، خو حکومت ورسره مقابله کوي او هڅه يې دا ده چې د هېوادوالو ستونزې هوارې کړي.

محب وويل، له دې ننګونو سره سره افغانان د خپلې ښې راتلونکې لپاره کار کوي او په دې وروستيو کې ډېرې لاسته راوړنې هم لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.