مجروح: د کابل له نننۍ انتحاري حملې نه ۲۵مړي روغتونونو ته انتقال شوي

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په دشت برچي سیمه کې له نننۍ انتحاري حملې نه تر دامهاله روغتونو ته ۲۵ جسدونه او ۳۶ټپیان انتقال شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل چې کېداشې دغه ارقام تغییر وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه پېښه کې ۲۵تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

دانش دا هم وویل چې کېدایشي دغه ارقام لوړ شي.
​پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وايي په دشت برچي سیمه کې پر موعود ښوونیز مرکز انتحاري حمله کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې کېداشي دغه ارقام تغییر وکړي.

پخواني معلومات

د کابل امنیه قومانداني وايي په دشت برچي سیمه کې د موعود په نوم پر یوه ښوونیز مرکز انتحاري حمله کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې نن چهارشنبi د څلورو بجو په شااوخوا کې یوه انتحاري کس د زده‌کوونکو په منځ کې ځان پورې تړلو موادو ته چاودنه ورکړې ده.

ښاغلي ستانکزي ونه‌ویل چې څو تنه مړه او څو ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پېښې نور جزئیات به وروسته روښانه شي.

تر دا مهاله د دغې حملې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.
د کابل د نننۍ انتحاري حملې انځور
د کابل د نننۍ انتحاري حملې انځور
​پخواني معلومات
د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي پر خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې دغه حمله په ۱۸مه حوزه کې یوه ښوونیز مرکز ته نږدې شوې چې کېدای شي انتحاري حمله وي.
په دشت برچي کې مخکېنۍ حملې
د روان کال د غويي میاشتې پر ۱۹مه څو تنو انتحاریانو په دشت برچي کې پر ۱۳مې حوزې حمله وکړه، چې دوه پولس پکې ووژل شول.
د همدې میاشتې پر درېیمه په کلا ناظر سیمه کې د انتخاباتو د نوم لیکنې پر یوه مرکز انتحاري حمله کې ۵۷کسان ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول.
د ۱۳۹۶کال په تلې میاشت کې په دشت برچي سیمه کې پر امام زمان جومات انتحاري حمله کې ۳۹ تنه ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.
د ۱۳۹۶ کال د غويي پر درېیمه په دشت برچي سیمه کې پر الزهرا جومات انتحاري حمله کې ۵تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
په زړه پورې منځ‌پانګه
ډېر لوستل شوي مطالب

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.