متېس: د افغانستان روانې جګړې راتلونکو اقداماتو په اړه غور کېږي

 

دآزادی راډیو

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې د راتلونکو اقداماتو په اړه غور کوي.

د دفاع وزیر جېمز متېس وايي، د افغانستان د جګړې د راتلونکو ګامونو په اړه‌يې له ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جان نېکلسن سره تفصیلي خبرې کړې دي.

ښاغلي متېس چې پرون‌ په ابوظبي کې دا څرګندونې کولې وویل، له ولسمشر اشرف غني سره‌يې د مونشن غونډې تر څنګ وکتل او له جنرال نېکلسن سره‌يې څو ساعته د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وايي، پلان‌يې درلود چې پرون کابل ته سفر وکړي خو د هوا خرابوالی د هغه د سفر مانع شو.

له روېټرز خبري اژانس سره خبرو کې جېمز متېس وویل، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه د ده او د استخباراتي ادارو ارزونو ته منتظر دی خو د نوموړي په خبره لومړی باید دی معلومه کړي چې د افغانستان جګړه په کوم حالت کې ده.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر د افغان ځواکونو ستاینه وکړه خو ويې‌ویل چې دې ځواکونو د دې لپاره چې طالبان پر شا وتمبوي په زیاتو تلفاتو سره لویه بیه پرې کړې ده.

د ښاغلي متېس په وینا طالبان دا مهال په تر ټولو کمزوره او خراب حالت کې دي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په دې وروستیو کې ویلي چې له افغان ځواکونو څخه د پوره دفاع او ملاتړ او د ترورېزم پر ضد د جګړې لپاره څو زرو نورو سرتېرو ته اړتیا لري.
خو د امریکا د دفاع وزیر په پرونیو څرګندونو کې دا ونه‌ویل چې ایا دی به افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو ملاتړ وکړي او که نه؟

دغه‌راز د روېټرز خبري اژانس په وینا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په دې اړه چې ایا افغانستان ته به د نورو امریکايي سرتېرو استول منظور کړي او که څنګه؟ ډېر کم وضاحت ورکړی دی.

متحده ایالات دا مهال افغانستان کې شااوخوا ۸۴۰۰ سرتېري لري چې ډېری يې د افغان ځواکونو د روزنې چارې او یو شمېر يې له ترورېزم سره مبارزه پر مخ وړي.
راسره ملګري شئ
اړيکه
زموږ سره اړیکې
معلومات
زموږ په اړه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.