مایک پامپيو له طالبانو سره په خبرو کې له رښتیني پرمختګه غږېږي

 

دآزادی راډیو

امریکا اوس تر بل هر وخت د افغانستان د سولې د پروسې د بریالي کېدو لپاره هیله منده ښکاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو پرون دوشنبه د واشنګتن په اقتصادي کلب کې یوه بحث ته غږېده او ویې ویل چې له طالبانو سره په خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی.
ده وویل: رښتینی پرمختګ شوی. زه نه غواړم چې یو مهالوېش وټاکم، خو زه هیله مند یم، موږ یوازې له طالبانو سره نه غږېږو، بلکې په حقیقت کې له ټولو افغانانو سره خبرې کوو… خلیلزاد په افغانستان کې له ټولو سره لیدلي، وروستی وار چې زه خپله هلته وم، له بېلابېلو موسسو، د ښځو له ډلو او د افغانستان د ټولو پاړکیو له خلکو سره مې خبرې وکړې، موږ غواړو چې هغوی هېواد خپل کړي، موږ غواړو د کال لسګونه میلیونه ډالره مصارف او د امریکا لپاره ستاسو د جنګیالیو زامنو او لمسیانو ژوند ته متوجې لوی خطر کم کړو، موږ فکر کوو چې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره یوه لاره شته.

امریکا د افغان سولې لپاره له تېر کاله زلمی خلیلزاد د خپل خاص استازي په توګه ټاکلی او هغه هم همدا اوس په دې لړ کې په خپل اتم سفر بوخت دی.

ښاغلی خلیلزاد له یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې او وروستی وار یې دوشنبه ماښام په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي.

د ارګ د بیان له مخې، دواړو لوریو د سولې د وروستیو پرمختګونو، روانو هڅو او د سولې د خبرو لپاره د حکومت په چمتووالي بحث وکړ.
خلیلزاد د افغان سولې د راتلونکي مراحلو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

په دې سفر کې ښاغلي خلیلزاد مخکې څو واره له طالبانو سره د سولې د خبرو په خاطر د یوه افغان مذاکره کوونکي ټيم په جوړولو ټینګار کړی دی.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي چې د مرکچي ټيم په تشکیل باندې کار روان دی.

دا خبره د یاد وزارت د سټراټيژیکو اړیکو مشرې ناجیې انوري د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وکړه.

دې زیاته کړه: د مذاکره کوونکي ټیم د انتخاب په سر کار روان دی او تر اوسه نهایي شوی نه دی، ډېره هڅه کېږي چې د خلکو په انتخاب کې لازم دقت موجود وي، د افغانستان دولت د دې موضوع لپاره د اجماع په خاطر له خلکو او بېلابېلو لوریو سره خبرې روانې کړي.

د سولې په تړاو د افغانستان د حکومت او طالبانو رسمي خبرې تر اوسه نه دي شوي، خو ځینو حکومتي چارواکو مخکې د نورو افغان سیاستوالو په ملتیا له طالبانو سره په مشورتي بحثونو کې ګډون کړی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ په خپل ټوېټر لیکلي وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان وروسته به د افغان حکومت په شمول چې یو سیاسي لوری به وي، له ټولو خواو سره بین الافغاني خبرې پیلوي.
د خارجي عسکرو د وتلو د مهالویش له اعلان وروسته به دټولو سیاسي جهتونو له مشترک مذاکراتي ټیم سره بین الافغاني مذاکرات پيلیږي. دکابل اداره به دحکومت په حیث نه بلکي دنورو سیاسي جهتونه په څیر یو جهت وي .
هغه پرون شپه ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې وویل چې د اګست په لومړۍ اوونۍ کې به له امریکایي پلاوي سره د خبرو د اجنډا د وروستۍ برخې برخلیک معلومېږي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د اوو مخکنیو دورو خبرو لومړني پړاوونه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او له افغان خاورې د ترورېزم د نه استفادې پر بحثونو څرخېدل.

امریکا وايي، له طالبانو سره په خبرو کې دوی ته په پاسنیو دوو برخو سربېره د بین الافغاني مذاکراتو پیل، دایمي اوربند او د سولې تړون هم مهم دي او تر هغو چې په دې ټولو مواردو موافقه نه وي شوي، په هېڅ شي موافقه نه کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.