مایکل روبین: د خلیلزاد چلند تر وایسرای بدتره و

 

تاند- امریکايي شناند مایکل روبین د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نیوکه وکړه، ویې ویل چې نوموړی له افغان چارواکو سره تر وایسرای هم بد چلند کوي.

مایکل روبین، چې پخوا د پینتاګون چارواکی و او اوس د امریکن انټرپرایز انستیتوت شنونکی دی، وايي، خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره له پنځم پړاو خبرو وروسته د افغانستان لپاره د ملګروملتو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو، د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ویجې ګوکهاله، د ناروې له مرستیال بهرنیو چارو وزیر اودون هالورسن او د پاکستان او بریتانیا له سفیرانو سره خبرې وکړې او د خپلو خبرو په اړه یې معلومات ورکړل.

خو د روبین په وینا خلیلزاد د افغان چارواکو له پر پسې تماسونو سره سره له طالبانو سره د خپلو خبرو او ژمنو په اړه د افغانستان منتخب ولسمشر ته راپور ورنه کړ.

په وروستیو ورځو کې خلیلزاد د افغانستان لپاره د روسیې او چین له استازو سره هم د خپلو خبرو په اړه معلومات شریک کړل.

روبین وايي، خلیلزاد ښايي د دې لپاره چې د افغانستان پر حکومت فشار راوړي چې ځینې ژمنې یا اقدامات وکړي، انتخابات وځنډوي او له طالبانو سره په خبرو کې پر اساسي قانون له ټینګاره لاس واخلي، له افغان چارواکو سره د یوه وایسرای په شان چلند وکړ.

روبین د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر ډیود هېل غبرګون هم بې ځایه بللی دی.

ښاغلی هېل پخوا په پاکستان کې د امریکا سفیر و.

دی وايي چې ښايي هېل د پاکستان د سخاوتونو له کبله د دغه هیواد تر اغېز لاندې راغلی وي او له همدې کبله یې پر افغان چارواکو چلیپا راکښلې وي.

روبین د خلیلزاد اقدامات ناوړه بولي او فکر کوي چې د طالبانو په لاس لوبېږي.

دی زیاتوي، شمالي کوریا له څو لسیزو راهیسې له امریکا سره د خبرو وړاندیز کوي خو امریکا یې نه مني ځکه چې امریکا وايي باید په خبرو کې جنوبي کوریا شامله وي. خو د افغانستان په برخه کې د دې هیواد پر منتخب حکومت سترګې پټوي او حتي له دې هم انکار کوي چې د خپلو جزییات ورسره شریک کړي.

روبین زیاتوي چې د سولې خبرې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې د افغانستان د منتخب حکومت پر مشروعیت ټینګار وشي او دا سمه نه ده چې خلیلزاد د وایسرای په شان چلند وکړي او هېل ته تر طالبانو د محب خبرې زیاتې منفي ښکاره شي.

محب واشنګټن ته په خپل وروستي سفر کې هڅه وکړه چې له خلیلزاد او نورو امریکايي چارواکو سره وویني او د قطر د پنځم پړاو خبرو په اړه له هغوی معلومات وغواړي خو امریکايي چارواکو او خلیلزاد ونه غوښتل چې له ده سره تر هغو وویني چې ده پرې توندې نیوکې وکړې.

محب وویل چې خلیلزاد د افغانستان د حکومت د مشروعیت د زیانمنولو هڅه کوي او له ځانه یې وایسرای جوړ کړی دی.

د ده له خبرو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال ډیوید هېل وویل چې ټول امریکايي ملکي او پوځي چارواکي د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره اړیکې پرې کوي.

داسې هم ویل کېږي چې هېل ولسمشر غني ته ټېلفون وکړ او له هغه یې وغوښتل چې محب برطرفه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.