مارک مېلي: افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوي

دآزادی راډیو

د امریکایي ځواکونو یوه لوړپوړي چارواکي جنرال مارک مېلي ویلي چې په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په خبرو کې د پرمختګ امکان تر بل هر وخت زیات دی او په نږدې وخت کې ممکن دی.

روېټرز خبري اژانس د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې د مشر جنرال مارک مېلي په حواله لیکلي، دی فکر کوي چې د مذاکرو له لارې یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو امکان تر هر بل وخت زیات دی.

مارک مېلي ویلي: “زه په وروستیو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې ډېر بوخت وم او د مثبتې پایلې امکان تر هر بل وخت چې ما لیدلی، زیات دی.”

جنرال مېلي په سپټمبر کې د امریکا د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر وټاکل شو. دی د چهار شنبې په ورځ کابل ته ولاړ.

روېټرز د هغه په حواله لیکلي: “که بخت یو څه یاري وکړي، موږ به په نږدې وخت کې بریالۍ مذاکرې ولرو.”

مارک مېلي ویلي چې په حقیقي ډول یوې مثبتې نتیجې ته د رسېدو لپاره کار پاتې دی.

وسله‌والو طالبانو په وروستیو کې یو امریکايی او یو اسټرالیایی وګړی چې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې استادان وو او تر درې کاله زیات وخت‌یې له طالبانو سره په بند کې تېر کړل، تبادله کړل.

دې پرمختګ په افغانستان کې د سولې د مذاکرو د بیا پیل لپاره هیلې پیدا کړې، خو د سولې د خبرو د بیا پیل امکان د وسله‌والو طالبانو له لوري چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې ردوي او غیر مشروع‌یې ګڼي، له خنډ سره مخامخ دی.

په افغانستان کې له لانجو ډک سیاسي چاپېریال، د جمهوري ریاست پېچلي انتخابات او د تشدد دوام وضعیت سخت کړی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د استازو ترمنځ مذاکرې په سپټمبر کې شنډې شوې.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د سپټمبر په پیل کې ټویټ وکړ چې په کمپ ډېوېډ کې یې د وسله‌والو طالبانو د استازو غونډه لغوه کړه او نور خبرې هم نه‌ورسره کوي.

د ټرمپ تر ټویټ مخکې، دواړو خواوو خوشبیني څرګنده کړې وه چې موافقې ته نږدې شوي دي.

د طالبانو دوو سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې لوړ رتبه امریکايي چارواکو په دوحه کې په دې اړه چې د سولې مذاکرې بیا ژوندۍ کړي، غیر رسمي هڅې پیل کړې دي.

د طالبانو یوه مشر روېټرز ته ویلي: “زموږ مشران په دوحه کې له لوړ رتبه امریکايي چارواکو سره غیر رسمي خبرې کوي او پر یوه پلان چې د سولې مذاکرې پیل شي، کار کوي.”

جنرال مارک مېلي هم ویلي چې خبرې روانې دي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.

د روېټرز په وینا، د امریکا دفاع وزارت ویلي و چې په افغانستان کې خپل عسکر ۸۶۰۰ تنو ته راکمولای شي او له دې سره هم د ترورېزم پر ضد د مبارزې مأموریت جاري ساتلئ شي.

د امریکا د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال مارک مېلي ویلي چې د عسکرو د شمېر کمولو په تړاو کومه پرېکړه لا نه‌ده شوې او ۸۶۰۰ تنو ته د پوځیانو د کمېدو په ګډون متعدد امکانات شته.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.