لوی څارنوال: د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې به نور بې پوښتنې پاتې نشي
دآزادی راډیو
د افغانستان لوی څارنوال وايي، د معافیت فرهنګ ختم دی او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ قضیه به بې څېړنې پاتې نه شي.
محمد فرید حمیدي چې د یکشنبې په ورځ یې«۱۳۹۶کال مرغومې۰۳» د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب اړوند د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، له تېر یو کال راهیسې مهمې قضيې څېړل شوي چې دا د معافیت فرهنګ د ختمېدو په معنی ده.
ښاغلي حمیدي وویل چې د ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ ګډې کمېټې په تېر یوه کال کې د دغه هدف لپاره ډېر څه کړي او لا جدي قضيي د څېړلو په حال کې دي.
نوموړي زیاته کړه:
“د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي هیڅ قضیه او مورد له دې وروسته له تعقیبه نه پاتې کېږي، موږ به نور داسې قضیه ونه لرو چې څو کاله وروسته یې بررسي کړو د ځواب نه ورکولو فرهنګ او معافیت ختم شوی دی.”
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه وايي، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي یوولس سوه داسې قضیې يې څېړلي چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې بې پوښتنې پاتې وې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د ۱۳۹۵لمریز کال د زمري په میاشت کې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب طرزالعمل تایئد کړ چې له مخې یې بیا د ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ د حکومت او رسنیو یوه ګډه کمېټه جوړه شوه.
دا کمېټه وايي، د کار د پیل راهیسې يې په مرکز او ولایتونو کې میاشتنۍ غونډې رابللي، په کورنیو چارو وزارت او د ولایتونو په قوماندانیو کې یې د همغږۍ مرکزونه جوړ کړي، د رسنیو او حکومتي چارواکو تر منځ د همغږۍ پراختیا ته یې کار کړی او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې یې هم څېړلي دي.
د ولسمشر دوهم مرستیال او د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې مشر سرور دانش وايي، حکومت د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب خپل مکلفیت ګڼي او په دې برخه کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د پام وړ کار شوی دی.
ښاغلي دانش دغې غونډې ته وویل، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون توشیح، اطلاعاتو ته د لاسرسي ځانګړی کمېسیون او د دغې ګډې کمېټې رامنځته کول ښيي چې حکومت د رسنیو کار ته اهمیت ورکوي.
س
خو د ده په خبره رسنۍ هم باید ملي ګټو ته وفاداره پاتې شي:
“د اطلاعاتو رسول یوه دوه اړخیزه پروسه ده، مدني ټولنې او رسنۍ باید په دې اړه مسؤلانه او په چوکاټ کې چلند وکړي او ځان د دولت او خلکو تر منځ د پله په حیث ثابت کړي، نه د حکومت د یوه اپوزېسیون په توګه.”
د افغان خبریالانو د فدراسیون مشر فهیم دشتي هم د ګډې کمېټې کارونه او د حکومت جدیت ستايي خو ټينګار کوي چې لا کار ته اړتیا ده.
ښاغلي دشتي دغې غونډې ته وویل، په مرکز او ولایتونو کې د رسنیو له همکارانو سره باید همکاري زیاته او تر څنګ یې حکومت د رسنیو مالي ستونزو ته هم لږ اوږه ورکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ
نظرات بسته شده است.