له کورونا روغ شوي ۱۱۲۸، خو ناروغان یې ۱۱۸۳۱ تنه شول مې

 

تاند، سه شنبه، د جوزا ۶مه: د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۱۵۲ مشکوکو سمپلونو څخه د کورونا ویروس ۶۵۸ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د وزارت لخوا تاند ته د ورکړیو معلوماتو له مخې په دې سره د کورونا ویروس ټولې پېښې په هېواد کې ۱۱۸۳۱ ته لوړې شوې.

د راپور له مخې تر ټولو زیاتې ۲۳۷ پېښې بیا هم په کابل کې ثبت شوې دی او ورپسې په هرات کې ۸۵، په بلخ کې ۷۷، په بغلان کې ۵۹، په بادغیس کې ۵۲، په فراه کې ۵۲، په فاریاب کې ۲۹، په ننګرها کې ۲۷، په بامیان کې ۱۱، په لوګر کې ۷، په کاپيسا کې ۶، په سرپل کې ۴، په تخار او سمنګان کې یوه یوه مثبته پېښه تشخیص شوې ده.

تېره ورځ له کورونا ویروس څخه ۱ تن مړ شوی چې ورسره د مړو شمېر یې ۲۲۰ ته رسېدلی دی، همداراز ۳۱ تنه روغ شوي دي چې ورسره د روغو شویو کسانو شمېر ۱۱۲۸ تنو ته لوړ شوی دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.