له کندهار څخه په مېوو بار الوتکه هند ته لاړه

 

 

تاند- له کندهار ولایت څخه ۴۰ ټنه وچه او تازه مېوه د جمعې په ورځ په الوتکه کې هندوستان ته ولېږل شوه.

دا له کندهار څخه څلورمه الوتکه ده چې هند ته مېوه وړي.

د کندهار سوداګر او باغداران له حکومته غواړي چې د مېوو د صادراتو لپاره د الوتکو شمېر زیات کړي.

وروسته له دې چې پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګري راکړې ورکړي لپاره د ترانزیتي لارې له ورکولو ډډه وکړه، افغانستان او هند په خپل منځ کې د هوا له لارې د راکړې ورکړې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ له خبرپاڼې سره سم د سږ کال د جون له میاشتې څخه تراوسه پورې د هوا له لارې له افغانستان څخه هند ته ۱۹۸ ټنه وچه او تازه مېوه صادره شوې ده.

په وروستیو ورځو کې پاکستان د افغانستان پر وارداتي مالونو، چې لویه برخه یې مېوې دي، مالیه درې برابره زیاته کړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.