له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ نن پنجشنبه پیلېږي

 

دآزادیراډیو

ټاکل شوې ده چې نن پنچشنبه به له پاکستانه په خپله خوښه د راجسټر افغان کډوالو هېواد ته د ستنېدو لړۍ رسماً پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د مارچ په میاشت کې هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره «UNHCR» ورسره یوه اندازه نغدي مرستې هم کوي.

که څه هم له پاکستانه په خپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ ټول کال روانه وي، خو دا لړۍ بیا هر کال له ډسمبر میاشتې څخه د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې د ژمنیو رخصتیو له امله ځنډېږي.

په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ نن پنجشنبه رسماً پیلېږي او په خبره‌یې چې تر دې دمه ګڼ شمېر کډوالو د بېرته ستنېدو په مرکزونو کې د ټیلیفون له لارې نمبر هم نیولی دی.

خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي
خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي
ښاغلي جلیلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د لړۍ د پیلېدو پخلی وکړ او ویې‌ویل،​ له بېرته ستنېدونکو راجسټر افغان کډوالو سره د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره في کس سره ۲۰۰ ډالره مرسته هم کوي او زیاتوي چې د «UNHCR» په مرستو سربېره افغان او پاکستاني حکومت هم په خپله خوښه له بېرته ستنېدونکو کډوالو سره د مرستو برابرولو په لټه کې دی.

عبدالحمید جلیلي همدارنګه زیاته کړه:

“نن پنجشنبه به د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ رسماً پیل شي. تر اوسه زموږ یو تعداد مهاجرینو راجسټرېشن کړی چې هغوی لاړ شي، خو څومره چې اوړی نږدې کېږي او د مکتبونو امتحانونه خلاصيږي، نو بیا د بېرته ستنېدو لړۍ تېزېږي او کډې ډېرې ځي. کومه مرسته چې د «UNHCR» له‌خوا کېږي، هغه ۲۰۰ ډالر دي، خو د افغانستان حکومت په یو پلان باندې کار کوي او ډېرې مرستې یې په پام کې نیولي دي او همدارنګه د پاکستان حکومت هم په یو پلان باندې کار کوي. موږ کوښښ کوو چې کډوالو ته په داخل د افغانستان کې ډېر سهولتونه پیدا کړو.”

د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر ۱۴ لکو زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان، افغانستان او «UNHCR» د ګډ تفاهم له مخې ورته په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي، خو د پاکستان حکومت بیا وايي، په دې هېواد کې تر ۶ لکو زیات غیر راجسټر کډوال هم مېشت دي.

د پاکستان حکومت، له افغان حکومت او کډوالو د نړیوالې ادارې «IOM» په ملتیا د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې مېشت غیر راجسټر کډوال هم راجسټر کړل، خو لا تر دې دمه‌یې ورته اسناد نه‌دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال له پاکستانه د افغان کډوالو په خپله خوښه هېواد ته د بېرته ستنېدو لړۍ په داسې وخت کې پیلېږي چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روانې میاشتې تر پایه غځولې او د دې هېواد سیاسي او پوځي مشرانو بیا بیا ټینګار کړی چې افغان کډوال دې په پرده کې خپل هېواد ته ستانه شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.