له طالبانو د ولسمشر غني غوښتنه: کرونا وبا سره مبارزې لپاره اوربند وکړئ

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر په یوه نوي پیغام کې له وسله‌والو طالبانو څخه د اوربند غوښتنه بیا تازه کړه او غږ یې وکړ چې په دې توګه دې له کرونا وبا سره د مبارزې له هڅو سره مرسته وکړي.

ولسمشر غني یو ځل بیا وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو سازمان، د ناټو غړو هېوادونو او په خپله افغان حکومت په وار وار پر ټولو هغو ډلو چې د کرونا ویروس په دې حساس وخت کې یې د جګړو ډګرونه لا تاوده ساتلي، دغه غوښتنه کړې.

ولسمشر اشرف غني د چهارشنبه په ورځ ناوخته «۱۳۹۹ کال د وري ۲۷» په یوه وېډیویي پیغام کې ملت ته په وینا کې دا خبره وکړه.

ولسمشر غني په ماښامنۍ وینا کې دغه‌راز وویل د کرونا په اړه‌یې له نړیوالو سازمانونو سره د مرستو د همغږۍ یوه طرحه جوړه کړې ده چې پنجشنبه به د کابینې په غونډه کې تصویب شي.
ښاغلي غني زیاته کړه: “د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي او په سیمه کې ځینو هېوادونو د جنګ پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې له کرونا څخه زیانمنو کسانو ته د بشري مرستې د رسولو لپاره اوربند وکړي. زه پر طالبانو غږ کوم چې د ملګرو ملتونو سازمان، د سیمې هېوادونو او د افغانستان د خلکو او دولت دغه برحق غږ ته مثبت ځواب ووایي، جنګ بس او اوربند وکړي.”

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دې سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ له طالبانو څخه د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه.

نوموړي ویلي باور لري چې د سولې هڅو د پیاوړتیا لپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او په دې سره طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې هغوی د افغانستان جګړه نه‌شي ګټلی.

د سټولټنبرګ په خبره طالبان باید د یوې رښتونې روغې جوړې لپاره د خبرو مېز ته راشي.
NATO in Afghanistan

@NATOscr
“We call on Taliban to respect the peace agreement with the US, to reduce violence and to sit down & engage in intra-Afghan negotiations. It is also important that political challenges we see on the government side in #AFG are addressed. We need unity.”- #NATO SG @jensstoltenberg

View image on Twitter
150
4:14 AM – Apr 16, 2020
Twitter Ads info and privacy
57 people are talking about this
د ناټو سرمنشي په افغانستان کې دننه د سیاسي اختلافاتو هواری هم د سولې پروسې د کامیابولو لپاره مهم بللی دی.

خو طالبانو د ولسمشر د دې څرګندونو په غبرګون کې تیر ماښام ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې وویل چې که حکومت له کرونا ویروس سره مبارزه غواړي، نو بندیان دې خوشې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ولسمشر له لوري د اوربند غوښتنې په ځواب کې وویل: “که حکومت له کرونا ویروس سره مبارزه غواړي بندیان دې خوشي کړي.”

سهیل شاهین په دې پیغام کې لیکلي چې حکومت په یوه او بله پلمه د بندیانو خوشې کېدل ځنډوي. د نوموړي په خبره اوربند د بین‌الافغاني مذاکراتو موضوع ده او د دغو مذاکراتو د پیل لپاره د ده په وینا حکومت خنډ جوړوي. دی وایي تړون شته، خو هغه صادقانه عملي کېدلو ته اړتیا لري.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شوی. د دې توافق له مخې افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او هم مقابل لوری ۱۰۰۰ تنه افغان ځواکونه خوشې کړي څو د مارچ پر ۱۰مه بین‌الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شوې وی.

خو دا خبرې لاتر اوسه هم نه‌دي پیل شوي او خلک د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د درنو جګړو شاهد دي.
د نړیوالې ټولني غوښتنه همدا ده چې د کرونا ویروس په دې حساس وخت کې حکومتونه نه‌شي کولای له جګړو سره د هېواد ټولو سیمو ته لازمې مرستې ورسوي، نو د ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

افغان ولسمشر هم د تېر ماښام په وینا کې وویل چې د کرونا په اړه‌یې له نړیوالو سازمانونو سره د مرستو د همغږۍ یوه طرحه جوړه کړې ده چې پنجشنبه به د کابینې په غونډه کې تصویب شي او له نړیوالو به وغواړي چې د کرونا پر ضد مبارزه کې له افغانستان سره خپلې ژمنې تعدیل کړي.

ولسمشر غني وویل، افغان حکومت د کرونا د نهايي یا فلاکت نقطې ارزونه کړې ده او په دې تړاو به پلانونه ګام په ګام عملي کړي.

هغه همداراز ویلي، د فلاکت له پړاو وروسته به حکومت د کرونا له وبا څخه د راپیدا شویو زیانونو جبران پيل کړي.

ښاغلي غني وویل: “مرستې به ټول هېواد ته رسوو، د ناروغانو د تجرید مراکز به ټول هېواد کې فعال شي، د ډاکترانو او طبي پرسونل امتیازات مو هم تصویب کړي دي له خلکو غواړم که لویه غمیزه نه‌غواړئ، نو په کور پاتې شئ.”

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې تالار
په دې اړه نور:
د فېروز الدین فېروز او وحید عمر استجوابېدل؛ ‘افغانستان به لوی ناورین سره مخ شي’
دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د عامې روغتیا وزیر د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته ویلي، که خلک همکاري ونه‌کړي او لارښوونې په پام کې ونه‌نیسي، نو کرونا به لوی ناورین راپورته کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.