له امریکايي چارواکو سره د قریشي خبرې د افغانستان پر مسلې متمرکزې وې

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، له امریکايي چارواکو سره په کتنه کې موافقې ته رسېدلی چې هغه وخت راغلی چې طالبان له فرصته استفاده وکړي او د خبرو لار غوره کړي.

د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیرانو مایک پامپیو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبرې په افغانستان متمرکزې وې.

له امریکايي چارواکو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرې پرون /سې شنبه/ په واشنګټن کې پیل شوې.

پاکستان وايي چې له جان بولټن سره د قریشي خبرو ۴۰ دقیقې دوام وکړ او ورپسې یې همدومره وخت له مایک پامپیو سره خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیالې الیس ویلز له مایک پامپیو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر کتنې مخکې امریکا ږغ ته وویل، چې د افغانستان پر سوله خبرې به د دواړو خواوو د خبرو د اجنډا په سر کې وي:

«زموږ دریځ بیخي واضیح دی او هغه دا چې باید په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره په شریکه کار وشي. د ترمپ ادارې په دې مایوسي ښکاره کړې چې موږ تراوسه داسې لاره نه ده موندلې چې په ګډه کار وکړو او طالبان د خبرو مېز ته راولو؛ نو ښکاره ده چې دا به د خبرو د اجنډا په سر کې وي.»

په دې کتنو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره د خپل هیواد پر ژمنې ټینګار وکړ.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت وايي چې دواړو خواوو د هند او پاکستان پر اړیکو هم خبرې وکړې خو زیات تمرکز د افغانستان پر مسله و.

د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن سره د شاه محمود قریشي خبرې تقریباً ټولې په دې مترکزې وې چې پاکستان د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل دریځ روښانه او تشریح کړي خو بولټن په دې کتنه کې د ځان یا خپل ټیم په اړه څه ونه ویل.

د پاکستان له اعلامیې سره سم، ښاغلي قریشي د پاکستان دا دریځ بیا بیا تکرار کړ چې د افغانستان مسله پوځي حللار نه لري او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان سوله د پاکستان د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

ده همداراز د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل د طرحه کولو لپاره د پاکستان هلې ځلې تشریح کړې.

ده دا هم وویل چې د سولې لپاره د پاکستان د صدراعظم عمران خان ږغ ته هند مثبت ځواب ونه وایه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.