لاوروف: د افغانستان کړکېچ د زور کارولو له لارې نه حل کېږي

 

آزادی راډیو

روسیه وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ بنسټ پر واقعیتونو نه دی ولاړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف پرون پنجشنبې«۱۳۹۶کال لېندۍ۱۶»په ویانا کې وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ بنسټ د زور پر کارولو ولاړ دی.

لاوروف چې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د غونډې په حاشیه کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته څرګندونې کولې زیاته کړه چې د افغانستان کړکېچ د زور د کارولو له لارې نه حل کېږي.
نوموړي زیاته کړه:

“موږ د امریکا د هغې نوې اعلان شوې ستراتیژۍ له کبله په یوه ډول سره اندېښمن یو چې بنسټ یې د افغانستان د کړکېچ د حل د یوې لارې په توګه د زور له وسایلو پر کار اخیستو ولاړ دی، دا ډول چلند غیر واقعي دی.”

دا لومړی ځل نه دی چې روسيه په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د امریکا د لوېدیځو متحدانو پر اقداماتو انتقاد کوي.

مسکو په تېرو شپاړسو کلونو کې په وار وار په افغانستان کې د امریکا او ناټو پر پالیسیو انتقادونه کړي دي.

روسیه هڅه کوي چې امریکا په افغانستان کې له ستونزو سره مخ کړي

ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړه.

د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې

د امریکا د نوې ستراتیژۍ مهمه برخه پر پاکستان د فشارونو زیاتول دي څو د افغان طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي خو ولسمشر ټرمپ د وسله والو مخالفینو پرضد په جګړه کې د اوسني ولاړ حالت د ماتولو لپاره افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو او د جګړې په ډګر کې د امریکا د پوځ قوماندانانو ته د زیاتو صلاحیتونو د ورکولو امر هم وکړ.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته د مسکو او اسلام اباد په دریځونو کې هم یو څه نژدیوالی تر سترګو کېږي او له بلې خوا روسي چارواکي له وسله والو طالبانو سره چې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې یې د افغان حکومت په وړاندې وسله واله جګړه کړې، خپل اړیکي هم نه پټوي.

مانتیسکي: طالبانو سره د مسکو اړیکه د دې ډلې د ملاتړ په معنی نه ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې مسکو، د امریکايي او روسي چارواکو ترمنځ د افغانستان په اړه تماسونه ګټور او مهم ګڼي او زیاته یې کړه چې دا تماسونه باید دوام وکړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.