قریشي د بې‌باورۍ فضا د له‌منځه وړلو لپاره پاکستان ته د غني سفر ګټور وباله

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په اسلام‌اباد کې د پاکستان له صدراعظم او بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

که څه هم د ښاغلي غني او عمران خان د دې لیدنې جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو په پراختیا بحثونه وشول.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ فضا د له‌منځه وړلو لپاره پاکستان ته د ښاغلي غني دا سفر ګټور وباله.
په اعلامیه کې راغلي چې افغان ولسمشر په‌دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او د سولې د مشورتي لویې جرګې د استازو د اجماع او وړاندیز پر اساس پاکستان ته راغلی دی.

د ارګ د اعلامیې پر اساس افغان ولسمشر په‌دې ناسته کې په ټینګار سره ویلي چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید په متقابل درناوي او د دولت په دولت ترمنځ د اړیکو د اصل پر اساس وي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې ولسمشر غني به د دې سفر پر مهال لاهور ته هم ولاړ شي او د لاهور د والي ترڅنګ به هلته به د دواړو هېوادونو د سوداګرو په ګډې غونډه کې برخه واخلي او وروسته به د لاهور په بادشاهي مسجد کې د جمعې لمونځ ادا کړي.

دا سفر د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه ترسره کېږي.

افغان حکومت له دې سفره له پاکستانه د افغان سولې په برخه کې د مثبتې همکارۍ هیله لري.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر غني به په‌دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیت او پانګې اچونې، امنیت او سولې خبرې وکړي.
نوموړي وویل چې ولسمشر به همدا شان په‌دې هېواد کې له مېشتو افغان مهاجرینو او محصلینو سره هم وګوري.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشر اسلام‌اباد ته ورسېده.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې افغان ولسمشر به نن شپه د پاکستان له ولسمشر صفدر عارف علوي او سبا به د ورځې د دغه هېواد لاهور ښار ته لاړ شي او هلته به چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو په یوه ګډه غونډه کې برخه واخلي.

د افغانستان ولسمشر په‌‌داسې وخت کې پاکستان ته روان دی چې د سې شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په کابل کې د افغان سولې په برخه کې د پاکستان پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې اسلام‌اباد باید عملي ګامونه واخلي.

ښاغلي پامپیو دا هیله هم ښکاره کړه چې تمه ده په شااوخوا دوو میاشتو کې له افغان طالبانو سره سوله وشي.

دا په تېرو نږدې څلورنیمو کلونو کې پاکستان ته د ولسمشر غني دوهم رسمي سفر دی.

د روسیې او امریکا جنګي بېړۍ نږدې ټکر شوې وای

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.