فیض الله ذکي، فاروق وردک او نبي فراهي ته نوې دندې وسپارل شوې

 

 

تاند- د افغانستان ولسمشر په درو جلا فرمانونو کې فیض الله ذکي، نبي فراهي او فاروق وردک د کابینې د غړیو په توګه وګومارل.

د ولسمشر له فرمان سره سم فیض الله ذکي د شهیدانو، معلولانو کار او تولنیزو چارو وزیر نومول شوی چې د ولسي جرګې تایید ته اړتیا لري.

خو فاروق وردک په پارلمانی چارو کې او نبي فراهي د ګرځندوی په چارو کې د دولت وزیران نومول شوی دي.

تر دې وړاندې نبي فراهي په پارلماني چارو کې د دولت وزیر و او فاروق وردک د ولسمشر سلاکار و.

فاروق وردک د حامد کرزي په حکومت کې د پوهنې وزیر او د پارلماني چارو وزیر په توګه دندې اجرا کړي دي.

فیض الله ذکي، د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي غورځنګ یو مشر او د ملي امنیت شورا غړی دی.

د دولت وزیران د ولسي جرګې تایید یا داعتماد رایې ته اړتیا نه لري ځکه چې پوسټونه یې د وزارتونو په شان بودجه او صلاحیت نه لري.

په همدې حال کې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې نن وویل چې عبدالکریم خدام د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.