فدریکا موګرېني: د سولې روانې هڅې د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی

دآزادی راډیو

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله له اسلام اباده وروسته په کابل کې د ملي یوالي د حکومت له مشرانو سره وکتل.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله فدریکا موګرېني د سولې روانې هڅې د افغانستان لپاره یو ښه فرصت بولي.

مېرمن موګرېني د سې شنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر غني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دوی د سولې په هکله د روانو هلو ځلو نتایجو ته په تمه دي.
فدریکا موګرېني وایي چې افغانستان ډېره جګړه تجربه کړه، خو اوس د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند او د سولی د خبرو اترو لپاره د یو هر اړخیز ټیم جوړول ډېر مهم دي

دې وویل:

“دا موارد چې تل به اروپايي ټولنه د افغانانو ترڅنګ وي او هېڅ کله به يې یوازې پرېنږدي، اول دا چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په خبرو کې یو منل شوی اوربند او دوهم دا چې ټولو ته د منل شوي مذاکره کوونکي ټیم رامنځته کېدل چې په افغانستان کې د ښځو په ګډون د ټولو اقشارو استازي په کې شامل وي.”
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې دغه شان وویل چې سوله باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي، خو دا یې هم څرګنده کړه چې له امریکا تر روسیې او له چین تر ایرانه باید ټول هېوادونه په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي.
انتظار خادم: د مشورو په برخه کې هم باید د افراط تر حده مخکې تګ ونه‌شي
فدریکا موګرېني همدا شان د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته هم اشاره وکړه او ويې ویل چې انتخابات ډېر مهم دي او باید ترسره شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د اروپایي ټولنې له کړو مرستو او ملاتړه مننه وکړه.

ښاغلي غني وویل چې یویشتمه پېړۍ د جګړو او ګواښونو نه ده، باید جګړه او تهدید خپل ځای روغې جوړې ته پرېږدي او هره ستونزه باید په تدبیر او تعقل سره لېرې شي.

د نوموړي په باور، افغانستان دا مهال په سخته ازموینه کې دی، خو په ټینګار يې وویل چې هر امتحان یو ښه فرصت هم بلل کېږي او اوس په افغانستان کې دا فرصت رامنځته شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني
ده وویل:

“سوله د افغانانو ترمنځ په یو ملي بحث بدله شوې ده او دا خبرې دوام پیدا کوي، د سولې په لویه مشورتي جرګه کې په کوم چوکاټ چې بحث کېږي، وروستي اقدامات به ترسره شي، زه ډاډه یم چې افغانان به خپل برخلیک پخپله وټاکي او ان شاالله چې په بشپړ یووالي او اتفاق به خپله راتلونکې وټاکو. ”

ده وویل چې د افغانستان څلوېښت کلن ناورین باید ښه مدیریت شي، ترڅو رامنځته شوی فرصت د بل جنګ او بحران لامل ونه ګرځي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې فدریکا موګرېني همدا شان ټینګار وکړ چې له افغانستانه به د دوی ملاتړ دوامدار وي او په اقتصادی او نورو زیربنایي برخو کې به هر اړخیزه مرسته وکړي.

مېرمن موګرېني وویل چې پاکستاني مشرانو هم په اسلام اباد کې له دې سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې له پروسې او له بین الافغاني خبرو اترو ملاتړ کړی دی.

راپور: اکرام الله اکرام

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.