غني پاکستان سره د ګډو عملیاتو په اړه د امریکايي سناتورانو وړاندیز ومانه

 

 

افغان ولسمشر کابل ته د ورغلیو امریکايي سناتورانو هغه وړاندیز سره توافق کړی چې افغانستان او پاکستان به د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو پر ضد ګډ عملیات کوي.

د سناتور جان مک‎کېن په مشرۍ یو پلاوي پرون په کابل کې له ولسمشر غني سره په دې اړه خبرې وکړې.

دې پلاوي تر دې مخکې په اسلام‎اباد کې د پاکستان د لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره وکتل.

د ولسمشر یو ویاند نجیب‎

الله ازاد وايي، دې امریکایي سناتورانو افغان ولسمشر ته وویل چې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه د ډيورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترورېستي ډلو پر ضد د ګډو عملیاتو په اړه توافق کړی دی.

دې امریکايي سناتورانو همدارنګه ویلي چې امریکا به د دې عملیاتو د تائید او څارنې زمینه برابره کړي.

​”دا داسې ګډ عملیات دي چې که دوی «پاکستان» داسې معلومات ولري چې ګوندې د ډیورند د کرښې دېخوا دې ترهګر پټ وي چې تر اوسه داسې معلومات نه‎شته چې افغانستان کې دې داسې پټن‎ځایونه واوسي، موږ چمتو یوو چې د نړیوالو تر څار لاندې عملیات وکړو. همدارنګه په دې ګډو عملیاتو کې به موږ دوی ته د هغو وسله‎والو په اړه اسناد او معلومات سپارو چې پاکستان کې پټن‎ځایونه لري او د افغانستان د حکومت او یا خلکو خلاف جنګېږي. موږ یې په اړه پاکستان او هم متحده ایالاتو ته اسنادونه سپارو او دوی مکلف دي چې په وړاندې یې عملیات وکړي.”
نجیب‎

الله ازاد وویل، افغانستان پخوا هم دا غوښتنه کړې وه چې پاکستان دې د نړیوالو تر څارنې لاندې د ترهګرۍ پر ضد جدي اقدامات وکړي او موږ هم تل دې ته چمتو یو چې د پاکستاني لوري د ادعاوو په اړه د نړیوالې تولنې تر څارنې لاندې اقدامات وکړو.

خو د ښاغلي ازاد په وینا پاکستاني لوری د یو درېیم‎ګړي تر څارنې لاندې د ترهګرو خلاف عملیاتو ته نه‌و چمتو.

دا چې افغان استخباراتي ادارې دا وړتیا لري چې د کرښې هاغاړه د هغو وسله‎والو خوندي ځالې په دقیقه توګه مشخص کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي او په اړه‌یې کره معلومات پاکستان او امریکا سره شریک کړي؟
مک‌کېن:د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي کې باید اساسي تغیرات رامنځته شي

ښاغلي ازاد د افغانستان پر استخباراتي ادارو ډاډ څرګند کړ او ویې‌ویل، زموږ د استخباراتي ادارو کره معلومات د دې سبب شول چې امریکا، چین او اروپايي ټولنه پر دې قانع کړي چې پاکستان کې د ترهګرو ځالې دي څو پر دې هېواد فشارونه زیات کړي چې په نتیجه کې یې هغوی د یو دریېم‎ګړي هېواد تر څارنې لاندې له د دا ډول ګډو عملیاتو سره موافقه وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

“موږ پر خپلو استخباراتي معلوماتو بشپړ باور لرو، زموږ یوازنۍ هڅه همدا وه چې پر پاکستان فشار راشي څو د یو درېیم‎ګړي تر څارنې لاندې دې ته چمتو شي چې د ترهګرو پر ضد به جنګېږي. دا هماغه څه دي چې موږ یې په لټه کې یو.”

دا چې امریکا مخکې هم په سیمه کې نظامي حضور او یو ډول څارنه درلوده، د افغانستان او پاکستان پر دې ګډو عملیاتو به‌یې څارنه له پخواني حضور سره څه توپیر ولري او څه ډول څارنه به وي؟
په دې اړه لا ډېر جزئیات نه‎دي روښانه، خو د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال ښاغلی ازاد وايي، اوس د جګړې رهبري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لاس کې ده، نو د امریکا اوسنۍ څارنه به په افغانستان کې د امریکا له پخواني حضور سره توپیر ولري.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.